ایا خدای جل جلاله سته؟؟؟ (۲)
ایا خدای جل جلاله سته؟؟؟ (۲)
لیکنه او څېړنه: عبدالغفار جُبیر
۲: انسان تر ټولو ښه ذهین دئ:
ملحدین وايي چي د مخلوقاتو لپاره خالق نسته، او دا ټوله کائینا خپله پیدا سوه، اوس به موږ یو ساده مثال راوړو، په ټوله نړۍ کي چي موږ ګورو که ملحدین فزیک پوهان وي، که ساینس پوهان وي، او نور... دوی دغه تعلیم له چا زده کړه؟ ایا خپله ساینس پوه، ډاکتر او فزیک پوه سو؟ نه! هیڅکله نه. بلکې لومړی یې مکتب، بیا کالج/ لیسه او بیا یې پوهنتون لوستی دئ، او دوی چي دغه تعلیم زده کاوه دوی ته داسي استادانو درس ورکاوه چي کله دوی شاګردان وه چي د استادانو پوهه، ځيرکتیا او عقل له دوی څخه زیات وه، کله چي موږ دانسان و پوهې، عقل او ځیرکتیا ته راسو، دغه انسان دغه طبعي پوهه، عقل او ځیرکتیا له چا څخه لاسته راوړه؟ که ملحدین ووايي چي خپل دا هرڅه راغلل، نو موږ ورته ویلای سو چي ستاسو ددې خبرې مطلب دادئ، چي یو څوک کولای سي، چي خالي تشو دیوالو ته ورسي، چي نه استاد وي، نه کتاب وي او خپل ساینس پوه، ډاکتر او یا انجینیر سي، که دغه بېله استاده، بېله کتابه او بېله علمي مرکزه یو څوک ډاکتر یا انجینر کېدای نسي، نو دغه حضرت انسان چي کوم عقل، پوهه او ځیرکتیا لري، دغه هم خپله نه دي راغلي بلکې داسي یو ذات ورکړیدي چي هغه تر انسان پوهه، علیم او خبیر ذات دئ، چي هغه ته الله جل جلاله وايي، داسي نه ده لکه چي ملحدین وايي چي دا هر څه د ارتقاء د ړندې نظرې زېږنده ده.
له ملحدینو څو پوښتنې!
۱: روح چا پیدا کړه؟ چي هر ژوندی موجود ته یې ژوند ور بخښلی دئ.
۲: که تاسي ملحدین په دې باور یاست چي انسان تر ټولو حیواناتو ښکلی او پرمختللی دی، ولي دغې مادې د کمتر مخلوق بیزو څخه پیدا کړ؟ ایا دغه ډیره بې انصافي نه ده؟
۳: که په انساني دنیا کي یو وړوکی ماشین مثلاً ټیپ ریکارډر، راډیو، هیړ ډرایړ او داسی نور... ووینو د هر ماشین سره یو لارښود ورسره وي، چي داسي استعمالیږي او داسي باید استعمال سي، ایا دغه ستر انسان بې لارښود راغلی دی؟
۴: بیزو له کوم حیوان څخه ارتقاء وکړه؟
۵: دغه انسان به بیرته بیزو کیږی، که ارتقاء ختمه سوه؟
۶: که ارتقاء جریان لري، له انسان څخه اخر څه شي جوړیږي؟
۷: که د ارتقاء ړنده نظریه ومنو، نو پکار خو داده چي هر شی د ارتقاء په مرحلو کي راغلی وي، ډبرو، نباتانو، او نورو په زرهاوو حیواناتو له څه شي څخه ارتقاء وکړه؟
۸: که ارتقاء رښتونې وي، ولي ارتقاء په دې ۱۰۰ میلیونو کلونو کي صورت نه دی نیولی؟
۹: که ماده خپله پیداسوې وي، ارتقاء پخپله صورت نیولی وي، باید ټوله نړۍ اقلاً په ۱۰۰ کلونوکي بدلېدلای، انسانان بدلېدلای، حیوانات بدلېدلای، کهکشان بدلېدلای ، نباتات بدلېدلای، ولي ارتقاء ختمه سوه؟
0 Response to "ایا خدای جل جلاله سته؟؟؟ (۲)"
Post a Comment
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته ملګرو که تاسو هم خپلې ليکنې پدې سايټ کې نشرول غواړئ نو ما ته یې پدی ايمل را اوليږئ مننه: salemfo.online@gmail.com