سالم فکر اوکړئ

د قرآن کريم د اعجاز لومړې لس(۱۰) برخې! سالم فکر اوکړئ:

د قرآن کريم د اعجاز لومړې لس(۱۰) برخې! سالم فکر اوکړئ:

د #قرآن کريم اعجاز لړۍ لومړى ځړونى

يٶلمريز کال 365،1422 ورځې دى،مګر يٶسپوږميز کال بيا 354،36780ورځې دى، چي دلمريز

اوسپوږميز کال ترمنځ توپير10،875137ورځې دى.

 په 33سپوږميزو کلونو کي ياد عدد چي دلمريز کال دورځو څخه لږدى 358،87929 ورځې کيږي چي نژدې ديٶه کال سره سمون خوري.

که سل لمريز کلونه تير سي نو سپوږميز کال به دلمريز کال څخه دري کاله مخته وي.

 که 300لمريز کلونه تيرسي هغه وخت به سپوږميز کال درلمريز کال 9کاله مخکي وي ياني دسپوږميز کال نيټه به 309 کاله وي.

ياده کره شمېرنه خلا پيژندونکو چي شپږ عشاري عدده مخته تللي دي دلويو تلسکوپوپه مرسته کړي ده،يٶه ثابته اودنوې پوهې په شتون کي منونکي محاسبه ده،

  مګر يادې محاسبې ته 14سوه کاله مخکي د قرآن کريم په الکهف سورت کي داصحاب کهف په کيسه کي اشاره سوې ده!   

الله جل جلاله دسورت الکهف په 25 نمبرايات کي فرمايي:

(وَلَبِثُوا فِى كَهْفِهِمْ ثَلٰثَ مِائَةٍ سِنِينَ وَازْدَادُوا تِسْعًا)

ژباړه:او هغوى په خپله څمڅه کښي درې سوه (لمریز) كاله پاتي شول، او(ځينو خلكو د مودې په حسابولو کښي) نهه (سپوږمیز) كاله نور زيات کړيدي.

 

يادونه: داصحاب کهف شمېر په شمسي کلنو باندي وو، نو په لمريز حساب نهه کاله نور ور زیات سول. یاني د لمريز او سپوږميز کلنو تر منځ په ياده موده کي نهه کاله توپیر موجود دی.

قرآن کريم دمعجزو څخه پريمان، دبريا سمت ته رابلونکى کتاب دى. 

راسئ دخپل ژوندونونو دسمون او بريا په پار قران کريم تلاوت اوپه لارښوونو يې عمل وکړو.

ژباړه:محمودحميدزى

انځورکاپي 

د قرآن کريم د اعجاز لومړې لس(۱۰) برخې! سالم فکر اوکړئ:



د #قرآن کريم اعجاز لړۍ دويم ځړونى 

الله جل جلا له دسُوۡرَةُ حٰمٓ السجدة/فُصّلَت په 53نمبرايات کي فرمايي:

سَنُرِيهِمْ ءَايٰتِنَا فِى الْءَافَاقِ وَفِىٓ أَنْفُسِهِمْ حَتّٰى يَتَبَيَّنَ لَهُمْ أَنَّهُ الْحَقُّ ۗ أَوَلَمْ يَكْفِ بِرَ ِبّكَ أَنَّهُۥ عَلٰى كُلّ ِ شَىْءٍ شَهِيدٌ

ډېر ژر به موږ دوى ته خپلي نښانې په افاقو (هیوادونو) کښي هم وښيو او د دوى پخپلو نفسونو کښي هم؛ تر دې پوري چي دوى ته دا خبره څرګنده شى چي دغه قُرآن په رښتيا سره پر حق دى. ايا دا خبره كافي نه ده چي ستا رب پر هر څه شاهد دى؟

مګر کومې دي دالله جل جلاله نښانې؟

 په ريوايتونو کي راغلي دي چي په هسک کي دستوروشمېر دريګو ددانو اوشيګو په شمېردى!

په پخو وختونوکي ستور پيژاندو دستورشمېر دزرګونو په شاوخوکي ښووي،ورسته ترځينو څيړونو اوساينسي پرمختګو يې په خلأ کي دستورشمېر

ميليونونه يادکړ،دڅه نورڅيړونو اوپرمختګو ورسته يې يادشمېر ميلياردونو ته لوړکړ،خواوس ساينس پوهانو دنويو ټيکنالوژکي وسيلو،لويو او پياوړو تلسکوپونو په مرسته يوازي په شيدو لارې کهکشان کي چي زموږ لمريزنطام هم دياد کهکشان يٶه برخه ده څه ناڅه د 200ميلياردو ستورو دشتون خبر ورکړى دى.

دياد کهکشان چټکوالى په ساعت کي

950000کيلومتره ښودل سوى دى.

دشيدو لارې کهکشان پراخوالى،حجم نسبت نورو کهکشانوته دمنځنۍ کچې درلودونکى اود سل ګونو زرو ميليونو کهکشانو دډلې څخه يٶدى چي دهغوى په کره شمېرباندي يوازي الله جل جلاله ښه خبر دى. 

الله جل جلاله دسورت ق په 6نمبرايات کي فرمايي:

أَفَلَمْ يَنْظُرُوٓا إِلَى السَّمَآءِ فَوْقَهُمْ كَيْفَ بَنَيْنٰهَا وَزَيَّنّٰهَا وَمَا لَهَا مِنْ فُرُوجٍ

ښه نو، دوى هيڅكله د ځان له پاسه اسمان ته ندي كتلي؟ - په څه ډول موږ هغه جوړ او سينګار کړ؛ او په هغه کښي هيڅ درز نشته.*

الله جل جلاله دسورت الملک په 3نمبرايات کي فرمايي:

الَّذِى خَلَقَ سَبْعَ سَمٰوٰتٍ طِبَاقًا ۖ مَّا تَرٰى فِى خَلْقِ الرَّحْمٰنِ مِنْ تَفٰوُتٍ ۖ فَارْجِعِ الْبَصَرَ هَلْ تَرٰى مِنْ فُطُورٍ

هغه ذات چي لاندي باندي اوه اسمانونه یې پېدا کړل؛ (اې کتونکې) ته به د الرحمان په هستونه کښي هیڅ راز نااړوندي او توپير ونه مومې. بيا سترګي واړوه، وګوره، ایا كومه نیمګړتیا دي چیري تر سترګو کیږي؟!*

دستورو شمېر دومره ٶ الله جل جلاله ښه خبر دى چي دهغوى پراخوالى به څومره وي 

نوربيا...

ژباړه،اونښلونې: محمود حميدزى

انځورکاپي

د قرآن کريم د اعجاز لومړې لس(۱۰) برخې! سالم فکر اوکړئ:



د #قرآن کريم اعجاز لړۍ دريم پوسټ.

دمځکې حجم 1ميليو کيلومتره مکعب دى،لمر نسبت ځمکي ته 1300000ځله لوى دى، دځمکي اولمر ترمنځ ليروالى،فاصله 150000000کيلومتره دى.

ديٶه ستوري لويوالى دلړم برج دستورو دډلې څخه هومره دى چي دځمکي اولمر ترمنځ ليروالى،فاصله خپل ځانته ځانګړې کولى سي. 

يوبل ستورى چي نوم يې منکب الجوزأ دى

100ميليونه واري دلمرڅخه لوى دى. 

دياد مسايلو دپوهيدلو ورسته دالله جل جلاله

سپيڅلي کلام ته نظر کوو اودهغه په لويوالي او اعجاز کي آند(فکر) کوو! 

الله جل جلاله دسورت ذاريات په 47نمبر ايات کي فرمايي:

وَالسَّمَآءَ بَنَيْنٰهَا بِأَيْيدٍ وَإِنَّا لَمُوسِعُونَ

او اسمان موږ په خپل قدرت سره جوړ کړيدى او موږ د دې وس لرو.

***

2دستوروليريوالى ادهغوى تيزوالى:

دستورو ترمنځ ليري والى، فاصله دنوري کال په مټ اندازه کيږي. 

درڼا تيزوالى په يٶه ثانيه کي 300000کيلومتره دى چې په يٶه کال کي 10زره ميليارده کيلومتره کيږي.

جالبه خولا دا چي سپوږمۍ زموږڅخه يٶه نوري ثانيه اولمر د8نوري دقيقو په شاوخوکي زموږڅخه ليري دى. 

دټوله لمريز نظام قطر د13نوري ساعتونو څخه ډېر نه دى، 

اوترټولو نيژدي نوري سياره،ستورى دمځکي څخه 4څلور نوري کاله ليري ده. 

که ديادې سيارې لوري ته په يٶه داسي سپرلۍ کي چې تيزوالى يې دسپوږمۍ دتيزوالي په اندازه وي سفر پيل کړو:موږ به ورسته درسلو زرو کلونو خپل منزل ته ځان ورسوو. 

همدرنګه که دمځکې په يٶه سپرلۍ کي چي د راوسه هم څومره چټکې جوړې سوې دي خپل سفر ديادې سيارې سمت ته پيل کړو: زموږسفر به 50ميليونه کاله ورسته يادي سيارې ته په رسيدو پاى ته ورسيږي،

ياني څلور نوري کاله ورسته.

اوس نو دهغه کهکشان په اړه چي نوى کشف سوى دى،چټکوالى يې په يٶه ثانيه کي 240000کيلومتره دى اوسلګونه بيليونه نوري کاله زموږڅخه دکشف په وخت کي ليري وو څه ووايو؟هوسلګونه بيليونه نوري کاله چي يوبيليون دزر ميليونه سره مساوي دى.

 رښتيا هم الله جل جلاله څومره ښه فرمايلي دي.

سُوۡرَةُ الواقِعَة : 75ــ 76نمبراياتونه:  

فَلَآ أُقْسِمُ بِمَوٰقِعِ النُّجُومِ

نو داسي نه ده، زه د ستورو د پرېوتلو په ځايونو باندي قسم خورم؛ 

وَإِنَّهُۥ لَقَسَمٌ لَّوْ تَعْلَمُونَ عَظِيمٌ

او كه وپوهېږئ نو دا ډېر لوى قسم دى؛

*

څه چي مخکي وليکل سول دکايناتو څخه لږ شمېر عجايب وه، 

مګر دکهکشانونو سيارو،ستورو اونوروخلايي جسمونو دحرکت،دهغوى دډېرې چټکتيا،لوى مدارونو،استحکام،دهغوى درڼا خورولو دتونايي، دهغوى ترمنځ دجاذبې دقوي او په حرکت کي دهغوى دتعادول په اړه مو خبرې نه دي کړي.

الله جل جلاله سُوۡرَةُ الزُّمَر په 67نمبرايت کي فرمايي:

وَمَا قَدَرُوا اللهٙ حَقَّ قَدْرِهِۦ وَالْأَرْضُ جَمِيعًا قَبْضَتُهُۥ يَوْمَ الْقِيٰمَةِ وَالسَّمٰوٰتُ مَطْوِيّٰتٌۢ بِيَمِينِهِۦ ۚ سُبْحٰنَهُۥ وَتَعٰلٰى عَمَّا يُشْرِكُونَ

دوى هغسي د الله قدر ونه کړ لكه څنګه چي د هغه د قدر كولو حق دى (د هغه كامل قدرت خو داسي دى چي) د قيامت په ورځ به ټوله ځمکه د هغه په موټي کښي وي او اسمانونه به د هغه په ښي لاس کي نغښتل شوي وي. الله د هغه شرک څخه پاك او لوړ دى چي دوى يې كوي.

ژباړه اونښلونې:محمودحميدزى 

لړۍ دوام لري...

د قرآن کريم د اعجاز لومړې لس(۱۰) برخې! سالم فکر اوکړئ:



د #قرآن کريم اعجاز لړۍ څلورمه(4) برخه 

الله جل جلاله دسُوۡرَةُ الطّارق 12نمبرايات کي فرمايي:[ وَالْأَرْضِ ذَاتِ الصَّدْعِ ]

او (قسم دی) په چاودېدونكې ځمکه (چي اوبه، بوټي او داسي نور شیان ځني راوځي)؛

***

موږ نه سواى کولى چي دمځکې ټول اوصاف په يٶه کلمه کي راغونډ کړي واى،مګر الله جل جلاله مځکه يوازي په يوه ويى سره موصوفه کړې ده اوفرمايي:[ وَالْأَرْضِ ذَاتِ الصَّدْعِ ]*

دمځکې ټولې لويې وچې يوخت سره موښتې وي.

خوورسته يې منځ کي درزونه پيداسول اوديٶبل څخه بيلې اوپر شپږو برخو

"آسيا،افريقا،اروپا،امريکا،اسټرليا،اوانترکتيکا باندي وويشل سوې.

په (1915)ميلادي کال کي الماني پوه (وګنر)دهغو شوهدو په رڼاکي چي لاسته يې راوړي وه وويل 

200ميليونه کاله پخو ټولې لويې وچې سريوځاى اويوه لويه وچه چي (پنګيا) په نامه ياديدل جوړه کړي وه.

د1950ــ1968 ميلادي کلونو ترمنځ جيولوجستانو دوګنر نظريه،تيوري ومنل اودځمکې چاوديدل،درز کول يې تائيد کړل."

که يٶ څوک د مځکي توصيف داسي وکړې چي دپيل څخه در اوسه دمځکې ثابتې ځانګړنې په برکي ونيسي په ناچارۍ سره به ووايي:مځکه درز کوونکي،چاوديدونکي ده.

ياني دهغې ځانګړنې درلودونکي ده کومه چي الله جل جلاله ورته ورکړې ده او په خپل پاک کلام کي يې دمځکې يادې ځانګړنې ته اشاره کړې ده.

مګر دمځکې ياد چاوديدل څنګه دي،څه کيفيت لري.

څرګنده چي مځکه دبيلا بيلو طبقو،پوړونو درلودونکې ده.

دچرګې هګۍ ته پام کوو چي باندنۍ پوښ يې اهک،چونې ته ورته دى او نسبتً کلک جوړښت لري،

ورسته يٶه نازکه لايه،درهغې ورسته دهګۍ سپين اودرهغه هم ورسته دهګۍ ژړ شتون لري.

دهګۍ کروړه،سخته طبقه دهګۍ دباندنى پوښ دى.

همدرنګه څومره چي موږ دمځکي تل ته نيژدې کيږو دهغې سختې کميږي.

"مځکه دلاندي طبقو (پوړونو) درلودونکي ده.

لومړى دمځکې قشر:دمځکې قشر نا متجانس ترکيب لري چي دژوروالي پر بنسټ پر دريو طبقو ويشل سوى دى:1رسوبي طبقه2ګرانيتي طبقه3بزالتي طبقه.

رسوبي طبقه:ددې طبقې پيړوالى دڅوسانتي متروڅخه در10او15کيلومتروپوري رسيږي 

ګرانتي طبقه:ددې طبقې پيړوالى ديٶه کيلومتر څخه پيل اودر 20او40کيلومتروپوري رسيږي.

ددي طبقې د لاندينى سرحد تودوخه دسانتې ګريډ در 1000درجوپوري پورته کيږي.

بزالتي طبقه ددې طبقې پيړوالى د8څخه در 30کيلومترو پوري رسيږي،ديادې طبقې لاندنى سرحد 

دمځکې دقشر دلاندينې سرحد په توګه منل سوى، يادسرحد ته دموهو يا (M)سرحدوايي.

2دمځکې هسته.

دهستې پوښ(مانتل) چي داته څخه در80اوهتادر2900کيلومتروژوروالي پوري موقعيت لري.

مانتل غيري متجانس ځانګړتيا لري، 

په غالب ګمان ماده ډېروخت په مانتل کي جامد حالت لري دتودوخي درجه يې دژوروالي په ډېريدو سره بدلون مومي.

دتودوخې درجه يې په 100کيلومتره ژوروالي کي د 1400څخه در 1500درجوپوري رسيږي په ياده طبقه کي دژوروالي په ډېريدو سره تودوخه هم زياتوالى مومي.

دمځکې هسته

دمځکې په هسته کي داتوموسفير فشار ميليونو ته رسيږي دمځکې په هسته کي دتودوخې درجه د2000سانتي ګريډ څخه زياته ده .

انسان نه سي کولى نيغ په نيغه د دمځکې هستې ته لارپيداکړې 

دهستې په اړه ټول مالومات پر اټکلونو اوفرضيو ولاړدي."

ځينو جيولوجستانو دمځکې طبقه بندي داسي کړي ده :1:داوبوکلک قشر 2:کلکه برخه ياوچه

3:پوګه برخه 4:پورتنى پوښ 5:کورنى پوښ

6:باندنۍ هسته 7:کورنۍ هسته.

*

دمځکې په هسته کې مايع،بهيدونکي، آتش فشاني،ايشدونکي موادشتون لري.

الله جل جلاله سُوۡرَةُ المُلك په 16 نمبرايات کي فرمايي:

[ ءَأَمِنْتُمْ مَّنْ فِى السَّمَآءِ أَنْ يَخْسِفَ بِكُمُ الْأَرْضَ فَإِذَا هِىَ تَمُورُ ]

ايا تاسي له دې څخه بېغمه ياست چي هغه ذات چي په اسمانونو کښي دى، تاسي به په ځمکه کښي ښخ کړي؛ او بیا به دغه ځمکه په ناڅاپي ډول ولړزیږي، وخوځیږي؟

***

د( تَمُورُ)معنا لړزيږي.

لړزيدل دمځکې دهغه مايع دجوش اوايشېدو لکبله کومه چي دمځکې په تل (هسته) کي په جوش اوخروښ کي ده.

"دزلزلې دپيښيدو يٶلامل داورشيدونکوفعليت او دآشتفشاني موادو فعليت دى."

موږبختوريو چي دمځکې پرمخ(سطحه)يو دارام والي څخه دمځکې دباندنۍ طبقې برخمن يو او کولى سو دمځکې پرسطحه ودانۍ جوړې اوژوند پکښي وکړو،که مځکه دخپل هستې د ايشيدونکو، مايع موادو پرمخ ورولويږي،ورژيږي 

پايله به يې داوي چي الله جل جلاله دسُوۡرَةُ المُلك په 16 نمبرايات کي فرمايي: 

[ ءَأَمِنْتُمْ مَّنْ فِى السَّمَآءِ أَنْ يَخْسِفَ بِكُمُ الْأَرْضَ فَإِذَا هِىَ تَمُورُ ]

ايا تاسي له دې څخه بېغمه ياست چي هغه ذات چي په اسمانونو کښي دى، تاسي به په ځمکه کښي ښخ کړي؛ او بیا به دغه ځمکه په ناڅاپي ډول ولړزیږي، وخوځیږي؟

***

اوس نوآند(فکر)وکړې چي چا حضرت محمد مصطفى صلى الله عليه وسلم دمځکې اوآسمانونو ديادو ځانګړو څخه خبر کړ!؟

هغه پيغمبر چي ليک لوست يې نه وو زده 

څه پوهيدى چي دمځکې په خيټه کي سوځونکي،ايشېدونکي مايع شتون لري؟ 

آيا دقرآن دالله جل جلاله کلام نه دى؟

"بيله شکه چي داقرآن دکايناتو دخالق الله جل جلاله کلام دى چي پر حضرت محمد مصطفى صلى الله عليه وسلم يې نازل کړى دى!."


ژباړه اونښلونې:محمودحميدزى

انځورکاپي

د قرآن کريم د اعجاز لومړې لس(۱۰) برخې! سالم فکر اوکړئ:



دقرآن کريم اعجاز لړۍ پنځمه برخه.

الله جل دسُوۡرَةُ الطّارق په 11 نمبرايات کي فرمايي: [وَالسَّمَآءِ ذَاتِ الرَّجْعِ ]

قسم دی په باران اوروونكي اسمان؛*

(1)د "رجع" کلمه دراګرځيدو،،بيا ليږولو،دوباره استولو،بيرته ګرځيدو په مانان ده.

دادکايناتو خالق دى چي يوازي په يٶه ويى(کلمه) سره دهسک(آسمان) توصيف کوي!

څومره چي علم،پوهه پرمختګ کوي نوي حقيقتونه راڅرګنديږي هومره قرآني معجزې راښکاره کيږي اودقرآني معجزو څخه ملاتړکيږي. 

سپوږمۍ ته پام کوو چي په خپل مدارکي دمځکې څخه راګرځي اوورسته دريٶه وار راګرځيدو دويم ځل بيرته خپل ځاى ته ستنيږي.

لمرته پام کوو چي نسبت خپل محورته دګرځيدو په حال کي دئ او ورسته ترهر ځل ګرځيدو بيرته خپل لومړي ځاى ته راګرځي، 

همدارنګه ډېرشمېر آسماني جسمونه دګرځيدو اوبيرته ستنيدو په حال کي دي. 

په (1910)ميلادي کال کي يٶ شمېر لکۍ لرونکي ستوري دځمکې دڅنډو څخه تېر سول چي بيا (76)کاله ورسته په (1986)ميلادي کال کي بيا هم ياده چاره سرته ورسيدل، ياني ياد لکۍ لرونکي ستوري (آسماني ډبرې) بيا راوګرځيدل 

اوهر (76)کاله ورسته ياد راګرځيدل دالله جل جلاله په حکم سره بيا تکراريږي.

موږته څرګنده ده چي لمر،ستوري،سيارې،سپوږمۍ،لکۍ لرونکي ستوري (آسماني ډبرې)اوهر هغه څه چي په دايروي يا بيضوي بڼو مدارنو کي په خلأ کي 

شتون لري:لېري ځي اوبيرته خپل ځاى ته راګرځي.

الله جل جلاله موږته (14)سوه کاله مخکي په خپل کلام کي دآسماني جسمونو په خپل مدار کي دګرځيدو او په خلأ کي دمداروةنو دشتون خبر راکوي! الله جل جلاله دسُوۡرَةُ الاٴنبیَاء په (33)نمبر ايات کي فرمايي:

وَهُوَ الَّذِى خَلَقَ الَّيْلَ وَالنَّهَارَ وَالشَّمْسَ وَالْقَمَرَ ۖ كُلٌّ فِى فَلَكٍ يَسْبَحُونَ

او هماغه الله دى چي شپه او ورځ، او لمر او سپوږمۍ یې پيدا کړل، هر یو د دغو سیارو څخه په یو (بېل بېل) مدار حرکت کوي، ګرځي.*

داخبره چي الله جل جلاله آسمان په 

 (ذَاتِ الرَّجْعِ) ويى سره مصوف کړى دى په بشپړډول رشتيا او موږ ورباندي ايمان لرو.

دستاينې وړدى الله جل جلاله چي ښه اندازه کونکى اوجوړونکى دى.ـــ

ځينوپوهانو دا ايات شريف : وَالسَّمَآءِ ذَاتِ الرَّجْعِ ]*

بل ډول تفسير اوتعبير کړى دى،

هغوى وايي:په هواکي موجود ګازونه راګرځيدونکي،بدليدونکي ياتغيرکوونکي دي.

دبيلګې په ډول اکسيجن که انسان يا ژوى تنفس کړې په کاربن داى اکسايډبدليږي.

که دنباتاتو دګټې وړ وګرځي بيرته په طبيعت کي په اکسيجن بدليږي،

همداډول په طبيعت کي نور ګازونه هم لېري ځي اوبيرته راګرځي.

که چيرې الکترومقناطيسي امواج خلأ ته واستول سي دوهم ځلي خپل ځاى ته راګرځي.

د ټول بشر دګټې وړ امواج دهمدې تغير بدلون اوبيرته راګرځيدو دوړتيا درلودونکي دي.

داوبو بړاس ورسته تردې چي فضأ ته پورته سي دباران دڅاڅکو په ډول بيرته مځکې ته راګرځي .

 که ګازونو دځمکې داتموسفير فشارڅخه تېښته کولى سواى نو يٶ زيان به يې داواى چي دځمکې دابو بړاسونه به دځمکې څخه خلاء ته تلاى خو بيرته به دباران په ډول مځکې ته نه راګرځيدلى.

دا دالله جل جلاله ستره پيرزوينه ده چي دځمکې څخه خلأ ته ګازونه نه تښتې .

الله جل جلاله کايناتوته دتغير،بدلون اوبيرته راګرځيدو وړتيا ورکړې اوهغوئ يې دهمدې وړتيا درلودونکي خلق کړي دي

چي هيڅ يٶ يې دالله جل جلاله دحکم څخه مخالفت نه سي کولى! 

خوانسان چي الله جل جلاله اشر المخلوقات خلق کړى دى ولې دالله جل جلاله د امرونو څخه مخالفت کوي!؟

موږته دامعلومه سول چي آسمان،فضا دالله جل جلاله په اراده دمځکې بخار دباران په ډول،الکترو مقناطيسي امواج د راديويى امواجو په ډول،ګازونه در هغو تغيراتو دتېرولو ورسته چي په هغو کي شتون لري،اوهرخلأيى جسم بيرته خپل لمړي ځاى ته راګرځي، دستوروپه شان چي په خلأ کي په دايروي شکله يا بيضوي شکله مدارو کي دخوځښت په حال کي دي.

ښه نوکه الله جل جلاله په خپل سپيڅلي کلام قرآن کريم کي فرمايي:(وَالسَّمَآءِ ذَاتِ الرَّجْعِ)

داپه دې معناده چي دا سپيڅلى قرآن کريم دکايناتو دخالق الله جل جلاله دلوري پر حضرت محمد مصطفى صلى الله عليه وسلم باندي نازل سوى دى اوموږ ورباندي ايمان راوړى دى.

ژباړه اونښلونې:،محمود حميدزى 

*

يادونه،(1)د "رجع" کلمې دراګرځيدو،،بيا ليږولو،دوباره استولو،بيرته ګرځيدو يادې ژباړې:

دقرآن کريم اعجاز 

قرآن اوتخنيک 

پښتوژباړل سوکتابونوڅخه را اخيستل سوي دي!

د قرآن کريم د اعجاز لومړې لس(۱۰) برخې! سالم فکر اوکړئ:



#دقرآنکريم اعجاز لړۍ 6برخه

الله جل جلاله په خلا کي دتيارې (تاريکۍ) خبر راکوي!

يو خلا پيژندونکي پوه چي ديوه پرمختللي هيواد دفضايي بيړيو ديوه مرکز څخه يې ليدنه کړي وايي:

څه موده مخکي زما ومخته يٶه فضايي بيړۍ خلا ته وتوغول سول: چي دياد مرکز عمليه دخلا يي بيړۍ دعمليې سره په پرلپسي ډول په اړيکه کي وه 

دفضايي الوتکې مشر په يوه اړيکه کي چي دبيړيو دمرکز سره يي ونيول وويل:

موږ اوس هيڅ شى نه وينو:دا په داسي حال کي وه چي فضايي بيړۍ په روښانه ورځ وتوغول سول،څه موده ورسته فضايي بيړۍ دمځکې داتموسفير څخه په بشپړډول خلا ته ووتل چي په پوره ډول تاريکه او بي نوره ده،

دفضايي بيړۍ رئيس اندېښنه وښودل او وي ويل:موږ هيڅ شى نه وينو داسي انګيرو لکه ړانده سوي چي يو:څه پيښه سويه ده؟

هغه څه چي دفضايي بيړۍ عمليې ته ورپيښ سوي وه داوه:دلمر وړانګې په خلا کي پاشل کيږي،خپريږي او دهوا ګرد اوغبارپه منځ کي سرګردانه کيږي: هغه څه چي فزيک پوهان ورته دنور انتشار يا خپريدنه وايي.

په خلا کي نور دهوا په ذراتو اوګرد پا شل کيږي اوټول نوراني اوځليدلي ښکاري،هغه کار چي په مځکه کي هم پيښيږي.

ځيني ځايونه دلمر په نيغو وړانګو روښانه کيږي اوځيني ځايونه دلمر په منعکسه رڼا روښانه ښکاري:دمسجد په ډول:موږ يوبل وينو مګر هلته دلمر نيغي (مستقيمي)وړانګې شتون نه لري،بلکي دلمر منعکيسي وړانګې دي چي دشيانو سره دټکر ورسته زموږ سترګو ته رارسيږي او موږ هغه وينو.

فضايي بيړۍ هم ورسته تردي چي دمځکې داتموسفيرڅخه ووتل او دنور دانتشار پيښه(پديده) له منځه ولاړل دخلاپه بشپړې تاريکۍ کي راګيرسول اودبيړۍ کارکوونکو هيڅ نه ليدل.

اوس که دالله جل جلاله سپيڅلي کلام پاک قرآن ته چي 14سوه کاله مخکي نازل سوى دى اوهغه وخت وګړو خلا،سپوږمۍ ته دتګ او دمځکې داتموسفيرڅخه په اوسنۍ طريقه د وتلوسره آشنايي نه درلودل مراجعه وکړو يوه علمي اعجازته رسيږو.الله جل جلاله دسُوۡرَةُ الحِجر په 14او15نمبراياتوکي فرمايي [سُوۡرَةُ الحِجر : 14]

(وَلَوْ فَتَحْنَا عَلَيْهِم بَابًا مِْنَ السَّمَآءِ فَظَلُّوا فِيهِ يَعْرُجُونَ)

كه موږ پر هغو د اسمان كومه دروازه پرانستې واى او هغوى په رڼا ورځ په کښي ختلي هم واى،

[سُوۡرَةُ الحِجر : 15]

لَقَالُوٓا إِنَّمَا سُكِْرَتْ أَبْصٰرُنَا بَلْ نَحْنُ قَوْمٌ مَّسْحُورُونَ

بيا به یې هم همدا ويل چي زموږ سترګي غولول کیږي، بلکي پر موږ کوډي شويدي.*

دسورت سُوۡرَةُ الحِجر د15نمبرايات ژباړه يې په تفسيرديوبندى کي داسي راوړې ده:"بيشکه!هم داخبره ده چى تړلى سوى دى سترګى زموږ بلکه موږ يوقوم يوچى جادو راباندى کړى دوى دى"

"(سُكِْرَتْ)ژباړه:چى تړل سوى دى"

هغه څه چي دفضايي الوتکې دعمليې رئيس وويل: چي موږفکرکوو چي ړانده سوي يوو،تاريکۍ کي راګير اوهيڅ شى نه وينو:14سوه کاله مخکي په قرآن کريم کي بيان سوي دي!

آيا دايوقطعي دليل پر دې نه دى چي قران دمخلوقاتو دخالق جل جلاله کلام دى؟

داپيښه څوکاله مخکي وسول:هغه وخت کله چي انسان دمځکې پوښ اتموسفير وپيژندئ اوپه هغه کي يې نفوذ کړى وو،

هغوى داسي يوځاى ته ورسيدل چي دنور دانتشار پديده (پيښه)دمنځه تللي وه او په پوره تاريکۍ کي راګير سوي وه!

په دې پيښې سره انسان وپوهيدئ،وي ليدل چي دمځکې دپوښ (اتموسفير)څخه دباندي تياره ده اوبغير دروښانو ستورو دنور څخه نوره رڼا شتون نه لرييا نور (رڼا)نه منعکس کيږي ترڅو وليدل سي.

الله جل جلاله فرمايي:[سُوۡرَةُ الحِجر : 14]

(وَلَوْ فَتَحْنَا عَلَيْهِم بَابًا مِْنَ السَّمَآءِ فَظَلُّوا فِيهِ يَعْرُجُونَ)

كه موږ پر هغو د اسمان كومه دروازه پرانستې واى او هغوى په رڼا ورځ په کښي ختلي هم واى،

[سُوۡرَةُ الحِجر : 15]

لَقَالُوٓا إِنَّمَا سُكِْرَتْ أَبْصٰرُنَا بَلْ نَحْنُ قَوْمٌ مَّسْحُورُونَ

بيا به یې هم همدا ويل چي زموږ سترګي غولول کیږي، بلکي پر موږ کوډي شويدي.*

دسورت سُوۡرَةُ الحِجر د15نمبرايات ژباړه يې په تفسير (ديوبندى) کي داسي راوړې ده:("بيشکه!هم داخبره ده چى تړلى سوى دى سترګى زموږ بلکه موږ يوقوم يوچى جادو راباندى کړى دوى دى")

"(سُكِْرَتْ)ژباړه:چى تړل سوى دى"

ژباړه:#محمودحميدزى

انځورکافي

د قرآن کريم د اعجاز لومړې لس(۱۰) برخې! سالم فکر اوکړئ:




د #قرآنکريم اعجازلړۍ 7مه برخه

دجاذبې قوه

هغه څه چي ډېرښکاره دي دکايناتو ناپاينې ده اوچي علم هرڅومره ډېر دسلګونو زرو ميليونو ليرې کهکشانو (آسمان ټولګو)په کشف باندي برلا سى سي، 

خودکايناتو داپراخوالى لانور ډېر روښانه کيږي،

مګر ډېر جالب ټکى دادى:دکايناتو پرناپاينې پراخۍ باندي يو ثابت قانونوحکمراني کوي:چي دجاذبې قوې په نوم سره پيژندل کيږي!

هره ټولګه دکايناتو يوه بله ټولګه دکايناتو په خپل حد او ددوى ترمنځ اندازه کي جذب کوي (خپل ځان ته يې راکاږي):دجاذبې قوي ديوازني قانوپه مرسته.

کولى سو ووايو ټول کاينات يوه ټولګه ده که چيرې هريو ددوى څخه همدغه رکم يوبل جذب کړي (ځان ته راکش کړې)

مګر څه شي ددوى ترمنځ دليروالي،پاشل کيدو اوپه زمن کي ديوځاى والي اويوې ټولګې په شان دښودنې لامل سوى دى؟

الله جل جلاله دسُوۡرَةُ الطّارق په 11نمبرايات کي فرمايي:

(وَالسَّمَآءِ ذَاتِ الرَّجْعِ )

قسم دی په باران اوروونكي اسمان؛

(1)د "رجع" کلمه دراګرځيدو،،بيا ليږولو،دوباره استولو،بيرته ګرځيدو په معنا هم ژباړل سوې ده.

هرڅه چي په آسمان،فضاکي دي په خپل مدارکي دګرځيدلو،راڅرخيدلو،ليري تللو اوبيرته خپل ځاى ته راتللو په حال کي دي.

دا دوراني اوپرلپسي حرکت ديوې قوې دراپارونې سبب سوى دى:يوه قوه(ځواک)دجاذبې دقوې په مقابل کي:

دامخامخ کيدل او حرکت ددې دوو قوو په منځ کي حرکتي تعادل (بربروالى) منځ ته راوړې

چي بياهم دا يوه نښه دنښانو او دقدرتونو څخه دالله جل جلاله ده.

الله جل جلاله د سُوۡرَةُ الرّعد په 2نمبرايات کي فرمايي:

(اللَّهُ الَّذِى رَفَعَ السَّمٰوٰتِ بِغَيْرِ عَمَدٍ تَرَوْنَهَا ۖ ثُمَّ اسْتَوٰى عَلَى الْعَرْشِ ۖ وَسَخَّرَ الشَّمْسَ وَالْقَمَرَ ۖ كُلٌّ يَجْرِى لِأَجَلٍ مُّسَمًّى ۚ يُدَبِْرُ الْأَمْرَ يُفَصِْلُ الْءَايٰتِ لَعَلَّكُم بِلِقَآءِ رَبِْكُمْ تُوقِنُونَ )

الله هغه ذات دی چي اسمانونه یې له ستنو پرته همداسي درولي دي، تاسي یې په خپله وینئ. بيا یې پر عرش استوا وکړه او لمر او سپوږمۍ یې د يو قانون تابع ګرزولي دي. ددې ټول نظام هر شى تر يو ټاكلي وخت پوري چليږي. او همغه الله ددې ټول كار تدبير كوي؛ هغه نښانې په ډاګه څرګنده بيانوي، ښايي چي تاسي له خپل رب سره په يو ځاى كېدو باور وکړئ.*

(عٙمٙد) دعمود جمعه ده ياني ستنې مګر دآسمان ستنې دليدلو وړنه دي 

(بِغَيْرِ عَمَدٍ تَرَوْنَهَ)

ځيني پوهان وايي چي دا ايات شريف دکهکشانونو،ستورو،سيارو اونورو فضايي جسمونو ترمنځ دجاذبې دقوې پرشتون دلالت کوي.

دجاذبې قوې ته د سُوۡرَةُ النَّمل په 61 نمبر ايات کي اشاره سوې ده،الله جل جلاله فرمايي:

(أَمَّن جَعَلَ الْأَرْضَ قَرَارًا وَجَعَلَ خِلٰلَهَآ أَنْهٰرًا وَجَعَلَ لَهَا رَوٰسِىَ وَجَعَلَ بَيْنَ الْبَحْرَيْنِ حَاجِزًا ۗ أَءِلٰهٌ مَّعَ اللَّهِ ۚ بَلْ أَكْثَرُهُمْ لَا يَعْلَمُونَ )

او هغه څوك دى چي ځمکه یې ارام ځاى وګرځوله، په هغې کښي یې سيندونه وبهول او (دغرونو ميخونه) يې پکښي ټكوهل او د اوبو د دوو ذخيرو په منځ کښي یې پرده حائله کړه؟ - ايا له الله سره كوم بل خداى هم (پدغو چارو کښي شريك) دى؟ - نه، بلکي له دوی څخه زياتره خلك ناپوهان دي.

***

څوک دى چي دمځکې پرمخ يې ټول شيانو ته قرار،ارام ورکړى او دهغه په خوښه مځکه ټول شيان ځان ته جذب کوي،ځان ته راکاږي؟

دوزن حقيت څه دى؟

هوا دريابونه اوهرڅه چي دمځکې پرمخ دي هغې ځان ته راکښلي،جذب کړي دي.

که چيرې انسان خلا ته پروازو وکړې اودمځکې جاذبې قوې دکرښي دورستي حدڅخه دباندي ووزي:دبي وزنۍ احساس به وکړې. الله جل جلاله فرمايي:[سُوۡرَةُ النَّمل : 61]

(أَمَّن جَعَلَ الْأَرْضَ قَرَارًا وَجَعَلَ خِلٰلَهَآ أَنْهٰرًا وَجَعَلَ لَهَا رَوٰسِىَ وَجَعَلَ بَيْنَ الْبَحْرَيْنِ حَاجِزًا ۗ أَءِلٰهٌ مَّعَ اللَّهِ ۚ بَلْ أَكْثَرُهُمْ لَا يَعْلَمُونَ )

او هغه څوك دى چي ځمکه یې ارام ځاى وګرځوله، په هغې کښي یې سيندونه وبهول او (دغرونو ميخونه) يې پکښي ټكوهل او د اوبو د دوو ذخيرو په منځ کښي یې پرده حائله کړه؟ - ايا له الله سره كوم بل خداى هم (پدغو چارو کښي شريك) دى؟ - نه، بلکي له دوی څخه زياتره خلك ناپوهان دي.

***

نور اياتونه چي دمځکې پرجاذبې قوې باندي دلالت کوي:الله جل جلاله د سُوۡرَةُ الانشقاق په 3او4نمبراياتونو کي فرمايي

[سُوۡرَةُ الانشقاق : 3]

(وَإِذَا الْأَرْضُ مُدَّتْ )

او كله چي ځمکه وغوړوله شي،

[سُوۡرَةُ الانشقاق : 4]

(وَأَلْقَتْ مَا فِيهَا وَتَخَلَّتْ )

او څه چي په هغې کښي دننه دي هغه دباندي را وغورځوي او تشه شي؛

***

دمځکې دجاذبې قوې په لمنځه تللو سره:مځکه خپل ټول شته دننه شيان،اجسام دباندي غور ځوې، چي بيا بيرت خپل لومړي حالت ته نه ستنيږي!

دپورت دليلونو محور دا لاندي ايات شريف دى:

الله جل جلاله فرمايي: [سُوۡرَةُ فَاطِر : 41]


(إِنَّ اللَّهَ يُمْسِكُ السَّمٰوٰتِ وَالْأَرْضَ أَنْ تَزُولَا ۚ وَلَئِنْ زَالَتَآ إِنْ أَمْسَكَهُمَا مِنْ أَحَدٍ مِْنْ بَعْدِهِۦٓ ۚ إِنَّهُ كَانَ حَلِيمًا غَفُورًا )

‌‌‌‌  

حقيقت دا دى، یوازي همدا الله دى چي اسمانونه او ځمکه یې د منځه تلو څخه ساتلي دي، او كه هغه بې ځايه شي، نو د الله څخه وروسته كوم بل څوك د هغو راټينګوونكى نشته. بېشكه الله ډېر زغمونكى او بښونكى دى.

*

دلمروتل دآسمان لمنځه (دلمريزنظام دمنځه)

دلمر دخپلې سمې طبعي لارې څخه کږيدل،انحراف شمېرل کيږي.

که چيرې خبير الله جل جلاله وفرمايي:[سُوۡرَةُ الطّارق : 11]

(وَالسَّمَآءِ ذَاتِ الرَّجْعِ )

قسم دی په باران اوروونكي اسمان؛

(1)د "رجع" کلمه دراګرځيدو،،بيا ليږولو،دوباره استولو،بيرته ګرځيدو په معنا هم ژباړل سوې ده.


همدغه دفصايي جسمونو بيرته راګرځيدل يي خپل لومړي ځاى ته دآسمان قانون ګرځولى 

هره سياره.. چي په کايناتو شتون لري دخپل کروي يا بيصوي دوران په طى کولو بشپړولو سره دوباره خپل لومړي ځاى ته راګرځي:هغه هم بيله کوم کوچني انحرافه.


دادقت اونظم دچا کاردى؟

که لمر دخپل تګ لوري څخه منحرف او ووزې:ديوې بلې سيارې..سرټکرکوي اوددوى دټکرلکبله دمځکې څخه ژوند کډه کوي!


څوک دى چي کهکشانونه(آسمان ټولګې)ستوري اوسيارې يې دخپل حرکت پر مسير(تګ لوري)ثابتي اوټينګې ساتلي دي؟


که يو اورګاډى داوسپنې دپټلۍ څخه ووزې سقوط کوي،غوځاريږي، اورګاډى در هغوپوري خوندي دى ترڅوهغه داوسپنې پر پټلۍ باندي روان وي.

همدرنګه مځکه هم ،که خپل پر مسير دحرکت په حال کي وي:پرخپل حال به ثابته پاته وي،که يې په دروران اومسير کي لږ هم توپير راغلى جوړوالى به يې دمنځه ولاړسي!


خو دا دقادار ذات الله جل جلاله دقدرت يوه نښه ده چي مځکه دخپل تګ لوري څخه نه منحرفه کيږي!

دا دالله جل جلاله جوړښت دى!

دادالله جل جلاله فضل دى!


الله جل جلاله فرمايي:[سُوۡرَةُ فَاطِر : 41]

(إِنَّ اللَّهَ يُمْسِكُ السَّمٰوٰتِ وَالْأَرْضَ أَنْ تَزُولَا ۚ وَلَئِنْ زَالَتَآ إِنْ أَمْسَكَهُمَا مِنْ أَحَدٍ مِْنْ بَعْدِهِۦٓ ۚ إِنَّهُ كَانَ حَلِيمًا غَفُورًا )

حقيقت دا دى، یوازي همدا الله دى چي اسمانونه او ځمکه یې د منځه تلو څخه ساتلي دي، او كه هغه بې ځايه شي، نو د الله څخه وروسته كوم بل څوك د هغو راټينګوونكى نشته. بېشكه الله ډېر زغمونكى او بښونكى دى.

*

ياني دهغوى کنټرول اونه وتل دخپل مسير څخه دالله جل جلاله په واک اوکنټرول کي دي.

هغه لکۍ لرونکي ستوري چي په 1910م کال کي اودويم ځل په 1986م کال کي دخواوا څخه تيرسول:او ورسته درزرګونو کلونو دتيريدويې اوس هم په دقيق اومنظم مسير کي توپير نه دى راغلى:توپير څه حتى دردې چي لږ فرق يي په سرعت کي هم نه دى راغلى!ټولو لکۍلرونکوستورو،کهکشانونو،ستورو،سيارو،سپوږميانو،مځکې، لمريز نظام اوکايناتو دغه ډول دقيق اومنظم وضيعت دچا په قدرت خپل کړى دى؟


الله جل جلاله فرمايي:[سُوۡرَةُ يٰسٓ : 38]


(وَالشَّمْسُ تَجْرِى لِمُسْتَقَرٍْ لَّهَا ۚ ذٰلِكَ تَقْدِيرُ الْعَزِيزِ الْعَلِيمِ )


او لمر د خپل ټاكلي ځای خوا ته ځي، دا د خورا ډېر ځواكمن پوه ذات، وضع کړی حساب دى.

*

دکايناتو ټولې برخې،اجزاوي په خپل ټاکل سوي مسير کي دحرکت په حال کي دي اودهغه څخه سرغړونه نه کوي،نه اوړې،

ولې؟

ولې چي قادر ذات الله جل جلاله دهغوى سمبالونکى دى!

الله جل جلاله دسُوۡرَةُ فَاطِر په 41نمبرايات کي فرمايي:


(إِنَّ اللَّهَ يُمْسِكُ السَّمٰوٰتِ وَالْأَرْضَ أَنْ تَزُولَا ۚ وَلَئِنْ زَالَتَآ إِنْ أَمْسَكَهُمَا مِنْ أَحَدٍ مِْنْ بَعْدِهِۦٓ ۚ إِنَّهُ كَانَ حَلِيمًا غَفُورًا )


حقيقت دا دى، یوازي همدا الله دى چي اسمانونه او ځمکه یې د منځه تلو څخه ساتلي دي، او كه هغه بې ځايه شي، نو د الله څخه وروسته كوم بل څوك د هغو راټينګوونكى نشته. بېشكه الله ډېر زغمونكى او بښونكى دى.

*

آيا دمځکې ټول ځواقونه داوړتيا اوتوان لري:

که مځکه دخپل تګ لوري،مسير څخه واوړې چي بيرته يې خپل اصلي(اره)تګلوري ته راولې؟

او آيا که لمر دخپل مسير څخه منحرف سي دمځکې اوسيدونکي يې بيرته خپل اصلي حالته دروستلو توان لري؟؟؟

ژباړه:محمودحميدزى

انځور:کافي

د قرآن کريم د اعجاز لومړې لس(۱۰) برخې! سالم فکر اوکړئ:



د #قرآنکريم اعجاز لړۍ 8مه برخه 

دمځکې څخه ليري کهکشانونه (آسمان ټولګې)

الله جل جلاله دسُوۡرَةُ الواقِعَة په 75 او76نمبراياتونو کي فرمايي:[سُوۡرَةُ الواقِعَة : 75]

(فَلَآ أُقْسِمُ بِمَوٰقِعِ النُّجُومِ )

نو داسي نه ده، زه د ستورو د پرېوتلو په ځايونو باندي قسم خورم؛

[سُوۡرَةُ الواقِعَة : 76]

(وَإِنَّهُ لَقَسَمٌ لَّوْ تَعْلَمُونَ عَظِيمٌ )

او كه وپوهېږئ نو دا ډېر لوى قسم دى؛

*

يوې نړۍ والې رسنۍ اعلان کړه: چي ديوه پرمختللي هيواد يوه فضايي بيړۍ (الوتکه)چي ديوه لوى تلسکوپ ليږدونکي وه فضاته وتوغول سول.


دياد تلسکوپ دعدسي قطر 8متره وو،دفضايي بيړۍ تيزوالى نژدي 40زره کيلومتر پرساعت وو،چي دکايناتو درازونو دکشفولو لپاره فضا ته واستول سول.

ياده فضايي بيړۍ دتلسکوپ په ګډون کيداى سي اوس مشتري سيارې ته نژدي سوې وي .


دې فضايي بيړۍ ديوه کهکشان څخه چي تر اوسه نه وو کشف سوى عکاسي کړي:

مخکي ګمان کيداي چي ترټولو ليري کشف سوى کهکشان به زموږ څخه 24000/000/000 فاصله (ليريوالى)لري اونژدي ترين ستورى به زموږ څخه 4نوري کاله ليري وي:4نوري کاله ياني:که يوڅوک وغواړې يادستوي ستوري ته دمځکې په يوه ليږدونکي ماشين،وسايل کي سفر وکړې،يادسفربه يې 50ميليونه کاله ورسته منزل ته په رسيدو پاى ته ورسيږي.


قطبي ستورى 400زره نوري کاله او (M33)نبيوله (وريځې)2،7ميليونه نوري کاله زموږڅخه ليري دي.


يوبل کشف سوى کهکشان (آسمان ټولګه)زموږڅخه 24ميليونه نوري کاله فاصله لري.

مګر څه لږوخت مخکي هغې فضايي بيړۍ چي يولوى تلسکوپ دځان سرليږدوي ديوبل کهکشان انځور چي دمځکې څخه سلګونه بيليونه کاله ليري دى مځکي ته راستولى دى.

په دقت سره اند وکړئ!

سلګونه بيليونه نوري کاله!

دايوه ډېره ليري فاصله ده:هريوبيليون دزرميليونه سره سمون خوري.

جالب ټکى خودادى:يادکهکشان په هره ثانيه کي د240زرو کيلومترو په سرعت دحرکت په حال کي دى.

زموږڅخه يې ليروالى هغه وخت چي ليروالى يې ثبت سو سلګونه بيليونه نوري کاله وو داچي اوس به زموږڅخه څومره ليري وي معلوم نه دى.


اوس ديادو سوو مالوماتو په نظرکي نيولو سره په دي ايات شريف کي ژور اند(فکر)وکړئ 

[سُوۡرَةُ الواقِعَة : 75]

(فَلَآ أُقْسِمُ بِمَوٰقِعِ النُّجُومِ )

نو داسي نه ده، زه د ستورو د پرېوتلو په ځايونو باندي قسم خورم؛


[سُوۡرَةُ الواقِعَة : 76]

(وَإِنَّهُۥ لَقَسَمٌ لَّوْ تَعْلَمُونَ عَظِيمٌ )

او كه وپوهېږئ نو دا ډېر لوى قسم دى؛

*

دايو لوى قسم دى که دنجوم ستور پيژندنې په علم باندي وپوهيږو.

آيا موږ ته ښايې چي دستر خالق جل جلاله دامورو 

څخه سرغړونه وکړو؟


آيادابه ښه وي چي دالله جل جلاله څخه بغير دبل چا څخه وبيريږو؟

آيا دابه ښه وي چي دالله جل جلاله دياد اوذکر څخه غافله سو اوذکريى ونه کړو؟

آيا دابه شه وي چي داسلامي اموروڅخه بي خبره اودهغوڅخه سرغړونکي واوسو؟


راسئ بيا په ياد سوي ايات شريف کي ژور اند وکړو 

دقيق ليروالى دمځکې څخه دهغه کهکشان چي تراوسه کشف سوى اودمځکې څخه ډېر ليري دى.


ياد کهکشان د( 0647JDــMACS )په نوم نومول سوى اودمځکې څخه 13،3ميليارده نوري کاله ليري دى.

اوس که دنور(رڼا)تيزوالى چي په ثانيه کي 3لکه کيلومتره دى په 60کي چي ديوې دقيقې سره سون خورې بيا په 60کي چي ديوه ساعت سره سمون خوري،ساعت په 24کي چي ديوې ورځې سره برابريږي،ورځ په 365کي چي ديوه کال سره سميږي ضرب کړو څه په لاس راځې؟

ديادې پايلې په ليدو بله چاره نه لرو چي په دي ايات شريف کي په غور اودقت اند وکړو اودالله جل جلاله دقدرتونو په ليدلو سره خپل سر زموږ او ټولو کايناتو پيداکوونکي ته پرسجده کښيږدو. 

ژباړه: محمود حميدزى 

انځورکافي

د قرآن کريم د اعجاز لومړې لس(۱۰) برخې! سالم فکر اوکړئ:



د #قرآنکريم اعجازلړۍ 9مه برخه 

کهکشانونه،ستوري.. اودهغوى تيزوالى

دکهکشان ويى(کلمه)ډېره اورو اود هغه په اړه ډېر معلومات لولو،مګر نوي کشفيات دهغوى په اړه دومره هيرانوونکي دي چي ځيني وخت انسان دشک په سترګه ورته ګورې.

کهکشانونه (آسمان ټولګې) دکايناتو اساسي واحدونه بلل کيږي چي دستورو،سيارو،سيارګيو،سياره وزمو،لکۍ لرونکوستورو،سپوږميانو،آسامني ډبرو او دسختو،شديدو مقناطيسي او الکتريکي ميدانونو.. څخه جوړدي،په يوه کهکشان کي يادسوي ټول فضايې جسمونه شتون لري.


دپاملرنې وړټکى خودادى :

ددې سره سره چي انسان د لويو اوځواکمنو تلسکوپو په مرسته زرميليونه کهکشانونه ليدلي،مشاهده کړي دي،

مګر موږ بيله تلسکوپه په طبعي ډول لاندي کهکشانونه په پاکو تاريکو شپوکي په ښکلي هسک کي ليدلى سو:

لومړى(دشيدولارې) کهکشان

دويم :د(SMCيادماژاالاني کوچنۍ وريځ) کهکشان يادکهکشان زموږڅخه 200زره نوري کاله ليري دى.

3:د (Large Magellanic Cloud)يا (LMCدماژالاني لويه وريځ) کهکشان چي زموږڅخه دياد کهکشان ليروالى 160زره نوري کاله دى. 


4:د (آنډرومډا) يا (M31)

کهکشان چي زموږڅخه 2،5ميليونه نوري کاله ليرئ دى.

ځيني تيز نظر کسانو د (M33)کهکشان چي زموږڅخه 2،7ميليونه نوري کاله فصله لري او درهغه هم ليري کهکشان (M81) چي 11ميليونه نوري کاله زموږڅخه ليري دى،دليدلو ادعا کړي ده.


هرکهکشان(آسمان ټولګه)په منځني ډول ددري لکه ميليونو ستورو درلودونکى وي.

الله جل جلاله څومره ښه فرمايي:

[سُوۡرَةُ الواقِعَة : 75]

( فَلَآ أُقْسِمُ بِمَوٰقِعِ النُّجُومِ )

نو داسي نه ده، زه د ستورو د پرېوتلو په ځايونو باندي قسم خورم؛

[سُوۡرَةُ الواقِعَة : 76]

(وَإِنَّهُ لَقَسَمٌ لَّوْ تَعْلَمُونَ عَظِيمٌ )

او كه وپوهېږئ نو دا ډېر لوى قسم دى؛

*

اوس دشيدولارې آسمان ټولګه په نظر کي نيسو چي زموږ آسمان ټولګه شمېرل کيږي:

زموږ لمريزنظام دشيدولارې کهکشان يوه کوچنۍ برخه ده.

ديادکهکشان اوږدوالى 150زره نوري کاله دى.

داپه داسي حال کي چي موږ دسپوږمۍ څخه يوه نوري ثانيه او دلمر څخه 8نوري دقيقې او 17ثانيې ليروالى لرو،همدارنګه دټول لمريز نظام طول،اوږدوالى در 13نوري ساعته ډېر نه دى،

او داسي يوه بڼه لري لکه يو لوښى چي دستورو ډک وي.


يوبله جالبه خبره داده چي ټوله کهکشانونه ديوه نامالوم ټکي پر،شاوخوا چي ستورپيژندونکي ورته (تورسورى) وايي راڅرخې، 

هغه هم په يوداسي سرعت سره چي دباور وړنه دى ياني دنور دسرعت 10:8په نسبت

که چيرې نورپه هره ثانيه کي دري لکه کيلومتره مزل کوي ټول کهکشانونه 10:7در10:8پرسرعت دنور دحرکت په حال کي دي.


زموږ لمريز نظام دمځکې په ګډون دخپل کهکشان دمرکز پر شاوخوا په يولوى مدارکي په ثانيه کي د220کيلومتره په تيزوالي دحرکت په حال کي دى.


زموږ لمريز نظام په 250 ميليونه کاله کي يوځل دخپل کهکشان دمرکز څخه راګرځي، راچورلي،

رښتيا دادي چي دآسماني جسمونو سرعت اودهغوى ترمنځ دليروالي تصور دانسان دعقل لپاره نه منونکى دى.


زموږ سياره مځکه په ساعت کي د1600کيلومترو په سرعت سره څرخې،

مځکه دلمر پر شاوخوا هم په ثانيه کي د3کيلومترو په تيزوالي دحرکت په حال کي ده.


لمر هم دخپل کهکشان دمرکز څخه په ثانيه کي د200کيلومترو په تيزوالي دګرځيد په حال کي دى.


دشيدولارې آسمان ټولګه هم په ثانيه کي د240زرو کيلومترو په تيزوالي دحرکت په حال کي ده، ياني دنورتيزوالي ته نژدي تيزوالي باندي .


اوس که دا په نظر کي ونيسو چي لمر دشيدو لارې کهکشان دمرکز څخه دپوره دور خوړلو لپاره 250ميليونه کالو ته اړتيا لري نو دټولو کهکشانونو دحرکت نسبت موږته ښه روښانه کيږي.

الله جل جلاله د سُوۡرَةُ الغَاشِيَة په 19،18،17او20نمبراياتونوکي فرمايي:

[سُوۡرَةُ الغَاشِيَة : 17]


(أَفَلَا يَنْظُرُونَ إِلَى الْإِبِلِ كَيْفَ خُلِقَتْ )

نو ايا دوی اوښ ته نه ګوري چي څنګه پيدا کړ شوی دی؛

[سُوۡرَةُ الغَاشِيَة : 18]


(وَإِلَى السَّمَآءِ كَيْفَ رُفِعَتْ )

او اسمان ته نه ګوري چي څنګه اوچت کړای شوى دى؛

[سُوۡرَةُ الغَاشِيَة : 19]


(وَإِلَى الْجِبَالِ كَيْفَ نُصِبَتْ )

او غرونو ته نه ګوري چي څنګه ښخ درول شوي دي؟


[سُوۡرَةُ الغَاشِيَة : 20]


(وَإِلَى الْأَرْضِ كَيْفَ سُطِحَتْ )

او ځمکي ته نه ګوري چي څنګه غوړول شوې ده؟


*

څه موده وړاندي د(M28)نومي کهکشان په مرکز کي چاودنه وسول:ديادې چاودنې داورلمبو سلګونه ميليونه کيلومتره اوږدوالى درلودى.

ددې چاودنې لکبله د دوه زرو بيليونو بيليونو هيدروجني بمونو دانرژۍ دځواک په اندازه انرژي آزاده سول.

يوهيدروجني بم څونده ځواک لري؟

يوهيدروجني بم دوندي ځواک لري چي دمځکې ترټولو لوى ښار ويران،خراب کړي.


اوس که دوه زره بيليونه بيليونه هيدروجني بمونو ته چاودنه ورکړو څه به پيښ سي؟

په رښتيا هم داپيښه به بيخي ډېره هيرانونکي وي.

الله جل جلاله فرماييدسُوۡرَةُ فَاطِر په 28 نمبرايات کي فرمايي:


(إِنَّمَا يَخْشَى اللهٙ مِنْ عِبَادِهِ الْعُلَمٰٓؤُا ۗ إِنَّ اللهٙ عَزِيزٌ غَفُورٌ )

(حقيقت دا دى چي د الله د بندګانو څخه یوازي عالمان د هغه څخه وېریږي. بېشكه الله برلاسى او بښونكى دى.)

*

اوس نو که موږ هرڅومره ډېر دکايناتو درازونو څخه خبريږو:زموږ وېره به دالله جل جلاله دعذابونو څخه لاډېريږي.


موږ انسانان دمځکې پرمخ دډېرو کوچنيو کوچنيو ستور په شان يو.

مځکه دلمر پر شاوخوا، لمر دکهکشان دلوى ستوري پرشاوخوا، کهکشان دتورسوري پرشاوخوا په فضا کي راڅرخې او دوى ټوله د راچورليدلو،راګرځيدلو په حال کي دي.

الله جل جلاله دسُوۡرَةُ الطّارق په11نمبرايات کي فرمايي:

(وَالسَّمَآءِ ذَاتِ الرَّجْعِ )

قسم دی په باران اوروونكي اسمان؛


(1)د "رجع" کلمه دراګرځيدو،،بيا ليږولو،دوباره استولو،بيرته ګرځيدو په مانان هو ژباړل سوې ده.

*

هرآسماني جسم په بيضوي شکله يا کروي شکله مدارکي دراګرځيدو په حال کي دى،

ښه نو اوس به دمځکې او آسمان په پيدايښت کي آند وکړو! 

زموږ خالق جل جلاله فرمايي:

[سُوۡرَةُ آل عِمرَان : 191]


(الَّذِينَ يَذْكُرُونَ اللهٙ قِيٰمًا وَقُعُودًا وَعَلٰى جُنُوبِهِمْ وَيَتَفَكَّرُونَ فِى خَلْقِ السَّمٰوٰتِ وَالْأَرْضِ رَبَّنَا مَا خَلَقْتَ هٰذَا بٰطِلًا سُبْحٰنَكَ فَقِنَا عَذَابَ النَّارِ )


چي په ولاړي، ناستي او ملاستي، هر حالت کښي خداى يادوي. او د اسمانونو او ځمکي په پيدايښت کښي غور او فكر كوي (هغوى په غير ارادي توګه غږ كوي چي:) "آې زموږ ربه! دا ټول شيان تا بابيزه او بې مقصده نه دي پیدا کړي، ته له دې څخه پاك یې چي عبث كار وکړې؛ نو اې ربه! موږ د دوږخ له عذابه وژغوره؛

***

ژباړه:محمودحميدزى 

انځورونه کافي اړوند انځورونه په څرګندونو کي!

د قرآن کريم د اعجاز لومړې لس(۱۰) برخې! سالم فکر اوکړئ:



د #قرآنکريم اعجاز لړۍ 10مه برخه


دستورو ځايونه 

الله جل جلاله فرمايي

[سُوۡرَةُ الواقِعَة : 75]

(فَلَآ أُقْسِمُ بِمَوٰقِعِ النُّجُومِ)

نو داسي نه ده، زه د ستورو د پرېوتلو په ځايونو باندي قسم خورم؛

[سُوۡرَةُ الواقِعَة : 76]

(وَإِنَّهُ لَقَسَمٌ لَّوْ تَعْلَمُونَ عَظِيمٌ)

او كه وپوهېږئ نو دا ډېر لوى قسم دى؛

*

سوال دادى چي موخه دستورو دځايونو څخه څشي ده؟

دري ماناوي يې بيان سوي دي:

لومړى دستورو ترمنځ ناپايانه ليروالى دى ،چي دياد ليروالي درک دعقل لپاره ستونزمن چار دى،دبيلګې په ډول:دځينو آسمان ټولګو اومځکې ترمنځ 18زره ميليونه نوري کاله ليروالى شتون لري،

اوس که دنور تيزوالى چي په ثانيه کي دري سوه زره کيلومتره دى،په پام کي ونيسو،ياد تيزوالى به: په دقيقه،ګړى،ورځ،مياشت اوکلونو کي څوندي مزل وکړي اوڅومره به زموږڅخه ليري سي؟

الله جل جلاله څومره ښه فرمايي: 

[سُوۡرَةُ الواقِعَة : 75]

(فَلَآ أُقْسِمُ بِمَوٰقِعِ النُّجُومِ)

نو داسي نه ده، زه د ستورو د پرېوتلو په ځايونو باندي قسم خورم؛

[سُوۡرَةُ الواقِعَة : 76]

(وَإِنَّهُۥ لَقَسَمٌ لَّوْ تَعْلَمُونَ عَظِيمٌ )

*

مځکه اوسپوږمۍ يوازي يوه نوري ثانيه سرليري دي.

دلمراومځکي ترمنځ ليروالى 8دقيقي او17ثانيې دى

چي نژدي 150ميليونه کيلومتره کيږي.


دلمريز نظام طول 13نوري ساعته(ګړيه)اودشيدو لارې کهکشان طول 150زره نوري کاله دى.

ايا د داسي فاصلو تصورکول چي زموږ او ستورو ترمنځ دي،

 ديوبل څخه دهغوى د ليري ځايونه تصور کول دعقل لپاره ممکن دي.

ځاى ددې دى چي بيا دا ايتونه په پوره آندکولوسره تلاوت اوبيا يې تکراروکړو. : 75]

(فَلَآ أُقْسِمُ بِمَوٰقِعِ النُّجُومِ)

[سُوۡرَةُ الواقِعَة : 76]

(وَإِنَّهُ لَقَسَمٌ لَّوْ تَعْلَمُونَ عَظِيمٌ)

*

دويمه مانا:ستوري تل په مختليفوځايونواو حرکت کي وي.


ددوى څخه هريويې دځانګړي تګ لوري او مدار درلودونکى اوهغه لوري ته ستنيدونکى دى.

الله جل جلاله دسورت يٰسٓ په 40نمبرايات کي فرمايي:

[سُوۡرَةُ يٰسٓ : 40]

(لَا الشَّمْسُ يَنبَغِى لَهَآ أَن تُدْرِكَ الْقَمَرَ وَلَا الَّيْلُ سَابِقُ النَّهَارِ ۚ وَكُلٌّ فِى فَلَكٍ يَسْبَحُونَ)

نه د لمر په وس کښي دا شته چي سپوږمۍ ونيسي او نه شپه پر ورځي مخکي كېدلاى شي. دا ټول په يو يو فلك (مدار) کښي لامبو وهي (په اسمان کي چورلېدونکي دي).

*

دسورت الواقِعَة 75نمبرايات کي د (بِمَوٰقِعِ )کلمه ددې ايات شريف د اعجاز راز دى.


ولې چي ديو ستوري ځاى په مانا سره ددې نه دى چي هغه ستورى چي چېري کشف سوى وو په هغه وخت کي هغه ستوري په هم هغه ځاى کي شتون درلودى،

دبيلګې په ډول موږ دمځکې څخه دلمر انځور اخلو دلمرياد انځور د8دقيقو او17ثانيو پخوانۍ انځور دى، نه دهم هغه شيبې!

همدرنګه که زموږ څخه يوستورى يونوري کال ليروي داپه دي مانا ده چي دهغه ستوري نور يوکال ورسته زموږ سترګوته راسيدلى دى اوداچي اوس به څومره ليري وي موږ نه يوخبر!

خداى جل جلاله دستورو ترمنځ په ليروالي سرقسم نه دى يادکړى: ولې چې ستوري پريوه ځاى ثابت نه دي:دحرکت په حال کي دي.

الله جل جلاله دستورو دځايونو ترمنځ ليروالى يادکړى دى.

که يوستورپيژندونکى دايات شريف ولولي:  

[سُوۡرَةُ الواقِعَة : 75]

(فَلَآ أُقْسِمُ بِمَوٰقِعِ النُّجُومِ)

نو داسي نه ده، زه د ستورو د پرېوتلو په ځايونو باندي قسم خورم؛

*

نوپه عاجزۍ سره به الله جل جلاله ته سرپرسجده کښيږدي او دقرآن کريم اعجازته به عاجزه سي.


مځکه پرلمرباندي خپل راګرځيدل په 365ورځو اوڅوساعتونو کي پوره کوي،

ځيني نوري سيارې په 2کاله 3کاله اوياد1يوه کال څخه کمه موده کي ياد کارسرته رسوي 

او هريوه ددوى څخه دبيلوځايونو، دلويو او وړو کروي شکله اوبيضوي شکله مدارو درلودونکيه ده:

هغه څه چي ددې ايات شريف تصديق کوي: 

[سُوۡرَةُ الواقِعَة : 75]

(فَلَآ أُقْسِمُ بِمَوٰقِعِ النُّجُومِ)

*

په واقعت کي هرستورى،سياره..په هرثانيه کي ځانګړي ځايونه لري.

داپه داسي حال کي چي دبشر په لاس جوړسوى دقيق ترين وخت ښوودونکى ساعت هم  

ځيني وخت بي وخته، کيږي بي دقته کيږي،

دلته داسول پيدا کيږي: چي څشي دهغوى دتنظيم معياردى؟

په ځواب کي وايو:

يادساعتونه د هغو ستورو دحرکت ددقت پراساس تنظيم کيږي چي وړه خطا او بي دقتي يې په حرکت کي شتون نه لري،همدارنګه دهغو دښکاره کيدلو لپاره هم ځانګړي ځايونه شتون نه لري،ولې؟


ځکه چي يادستوري ديوه هيرنونکي سيسټم پراساس هره ثانيه په نوي ځاى کي وي!

هغه ستوري چي په 1910م کال کي ورسته په 1986م کال کي دمځکي دخوا څخه تيرسول او اوس موږ انتظار باسو چي په 2062م کال کي به يادستوري ووينو.

ديادو ستورو ګرځيدل بيرته راګرځيدل 76کال وخت نيسي، 


هيڅ وخت دځنډ اومخکي والي سره نه دي مخ سوي يانې هروخت پرخپل ټاکلي وخت دثانيو په دقت بيرته راګرځيدلي دي،

په داسي حال کي چي هغوى دمځکې څخه 30ميليونه کلومتره ليري واقع دي.


دريمه مانا

دستوروترمنځ دجاذبې قوه شتون لري اولوى ټولګې کوچنۍ ټولګې خپل ځان ته راکاږي،

يوبل مهم عامل چي په دي امر کي داخل دى،دستورو دټولګو ترمنځ ټاکل سوى مناسب ليروالى دى،که چيري په دي ليروالي کي توپير راځي:دکايناتوتوازون(برابروالى)به دمنځه ولاړسي آسماني جسمونه به ديوبل سره ټکروکړي اوکاينات به په يوې بي ترتيبې ټولګې بدل سي.

مګردستورو..ځايونه دستور دترتيب کوونکي دلوري څومره منظم ټاکل سوي دي چي ددې منظم والي پايله داده چي دهغوى دوران اوپه زمن کي دهغوى پر خپل ځاى ټينګوالى،محکموالى يې په وجود راوړى دى!

ښه نو په اوله معنا کي بيان سول چي دستورو دځايونه څخه موخه دهغوى ډېرې ليري فاصلي دي.

په دويمه مانا کي بيان سول: 

چي دستورو حرکت ليږد راليږد ديوځاى څخه نوي ځاى ته مګر مخکي ټاکل سوي:ياني دهغوى په ټاکل سوفاصلو ،مدارو او دحرکت په ډول کي توپير نه راتلل،لکه مځکه کي چي سهاراوماښام بيله کوم توپيره په پرلپسي ډول راځي.

په دريمه مانا کي وويل سول: ستوري دهغوى دلوالي ،کوچنيوالي، ليروالي اونژدي والي سره ټولو ته په يوه ټاکل سوي دقيق ټکي کي قرار ورکول سوى او دهغوى ترمنځ دجاذبې قوې هغوى ته ټينګوالى،محکموالى وربخښلى اودا هيرانوونکى اوبې بيلګې نظام يې منځ ته راوړى دى!

خداى جل جلاله دسُوۡرَةُ فَاطِر په 41نمبرايت کي فرمايي:

(إِنَّ اللهٙ يُمْسِكُ السَّمٰوٰتِ وَالْأَرْضَ أَن تَزُولَا ۚ وَلَئِنْ زَالَتَآ إِنْ أَمْسَكَهُمَا مِنْ أَحَدٍ مِْنْ بَعْدِهِۦٓ إِنَّهُ كَانَ حَلِيمًا غَفُورًا )

حقيقت دا دى، یوازي همدا الله دى چي اسمانونه او ځمکه یې د منځه تلو څخه ساتلي دي، او كه هغه بې ځايه شي، نو د الله څخه وروسته كوم بل څوك د هغو راټينګوونكى نشته. بېشكه الله ډېر زغمونكى او بښونكى دى.

*

د (أَن تَزُولَا)معنا څشي ده هيڅکله يې مانا (انْ تٙفْنى)ياني نابوديدل لمنځه تلل نه دي،بلکي مانا يې ده (اوکه هغه بې ځايه سي)يعنى دخپل مسير څخه خارج سي ده.

دبيلګې په ډول که مځکه لمرته نژدي سي تيزوالى يې ډېريږي،ترڅو دلمر دجاذبې قوې دتعدل(برابروالي)په حال کي وساتي ،دهغه لورته جذب نه سي اوپه خپل مسير کي لانوره هم پاته سي.

اوس يوار بيا دپاک قرآن ددې اياتونه تکرار کوو:

[سُوۡرَةُ الواقِعَة : 75]

(فَلَآ أُقْسِمُ بِمَوٰقِعِ النُّجُومِ )

نو داسي نه ده، زه د ستورو د پرېوتلو په ځايونو باندي قسم خورم؛

[سُوۡرَةُ الواقِعَة : 76]

(وَإِنَّهُ لَقَسَمٌ لَّوْ تَعْلَمُونَ عَظِيمٌ)

او كه وپوهېږئ نو دا ډېر لوى قسم دى؛

*

تاسواړياست په دې ايات شريف کي اند وکړئ،تحقيق اوغور وکړئ ولې چې:

[سُوۡرَةُ الذّاریَات : 20]

(وَفِى الْأَرْضِ ءَايٰتٌ لِّلْمُوقِنِينَ)

په ځمکه کښي د باور كوونكو لپاره (د الله (ج) د قدرت) ډيري نښانې دي؛

*

اودغه رکم:[سُوۡرَةُ یُونس : 101]

(قُلِ انظُرُوا مَاذَا فِى السَّمٰوٰتِ وَالْأَرْضِ ۚ وَمَا تُغْنِى الْءَايٰتُ وَالنُّذُرُ عَنْ قَوْمٍ لَّا يُؤْمِنُونَ)

دوى ته ووايه: "په اسمانونو او ځمکه کښي چي څه دي، هغه په غړېدلو سترګو وګورئ!"- او كوم خلك چي له سره ايمان راوړل نه غواړي، د هغو لپاره نښانې او اخطارونه مدافع او ګټور کېدای نه شي.

*

په رښتيا سره چي په آسمانونو اومځکه کي دالله جل جلاله دقدرتونو،لويوالي بې شمېره نښې نښانې شتون لري اوهيڅ وخت پاى نه مومي،

داداسي نښې دي چي يوازي قانع کوونکي نه بلکې دهغوى څخه هيڅ انکار نه سي کيداى او دليل دهغوى څخه دانکار نه کيدلو درقانع کولو ډېر بيانوونکى اوبليغ دى.

ژباړه:محمود حميدزى

يادونه که غواړئ ددې برخې په مطالعه په هراړخيز ډول پوه سئ تېرې دوې برخې هم ولولئ!

د قرآن کريم د اعجاز لومړې لس(۱۰) برخې! سالم فکر اوکړئ:









0 Response to "د قرآن کريم د اعجاز لومړې لس(۱۰) برخې! سالم فکر اوکړئ:"

Post a Comment

السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته ملګرو که تاسو‌ هم خپلې ليکنې پدې سايټ کې نشرول غواړئ نو ما ته یې پدی ايمل را اوليږئ مننه: salemfo.online@gmail.com

Ads on article

Advertise in articles 1

advertising articles 2

Advertise under the article