سالم فکر اوکړئ

داسلام د نظره دحکومت رول په اقتصادي چارو کې: سالم فکر اوکړئ

داسلام د نظره دحکومت رول په اقتصادي چارو کې: سالم فکر اوکړئ

داسلام د نظره دحکومت رول په اقتصادي چارو کې:

لیکنه شراف الدین (جمال زاده)

داسلام مقدس دین دژوندانه هري برخې ته قوانین وضعه کړي دي چې حکومت هم ته یې هم خپل مسولیتونه او صلاحیتونه واضح کړي دي. حکومت نه یوازي دا چې په ټولنه کې دنظم ډسپلین، امنیت او قوانینو طدبیقولو دنده پرغاړه لري همدارنګه دهیواد په اقتصادي نظام جوړول او په هغې کنترول هم کولاي شئ. اسلامي تجارتي او اقتصادي معاملاتو ته اسلام جواز ورکړي ده چې د شرعي اصلو په رڼا کې باید ترسره شي. دا چې اسلام څومره یو حکومت ته په اقتصادي چارو کې د کنترول اجازه ورکړي ده په دي اړه زیاتي څیړني مقالي او کتابونه لیکل شوي دي. زیاتیرو څیړنه نتجه په دي ولاړه ده چې اسلام دژوند په هره لاره کي میانه روي خوښه کړي ده حکومت ته يي هم په یو چوکاټ د کنترول اجازه ورکړي ده. د اسلام سپيڅلی دين موږ ته يو داسې اقتصادي نظام وړاندې کوي چې د پانګه وال او اشتراکي نظام تر منځ يو معتدل نظام دی. دغه نظام له کمونېزم سره د فردي ملکيت له منځه وړل نه مني، دپانګي دمساوي ويش پرځاى عادلانه ويش غواړي او له کپېټلېزم سره مطلقه فردي آزادي نه مني، بلکې د دوی دواړو تر منځ يو درېيم نظر دى چې د بشر په فطرت برابر او د یو ښه ټولنیز عدالت رامنځ ته کوونکى دی. 

د ټولنې هر غړي ته فطري، شخصي او طبيعي حقوق هم ورکوي او تر څنګ يې په ټولنه کې د عوايدو د وېش توازن هم برابروي، يو طرف هر چا ته په خپل شخصي ملکيت کې د تصرف حق ورکوي او بل طرف ته يو ډول پابندي هم لګوي، تر څو دغه مال په يو ځای کې جمع نه شي او په عادلانه ډول د وګړو ترمنځ انتقال ومومي او هر غړي ته خپله برخه ور ورسیږي، تر څو په ټولنه کې هر غړی په ارامۍ او سوکالۍ سره ژوند وکړي. دغه نظام کوښښ کوي چې د ټولنې د غړو اړين حاجتونه پوره کړي او د مادي اطمينان سره سره انسان ته روحي اطمينان هم وبښي. په داسې حال کې چې د انسان پواسطه جوړ شوي اقتصادي نظامونه یوازې مادي اطمينان بښي، د اسلام په اقتصادي نظام کې د عوایدو لاسته راوړل په داسې طریقې سره وي چې نورو خلکو ته پکې زيان ونه رسوي، د شخصي ګټې او ټولنیزې ګټې تر مینځ انډول بايد موجود وي، په ګټه کې د غريبو او فقیرو حق بايدو رکړي. 

داسلام د نظره دحکومت رول په اقتصادي چارو کې: سالم فکر اوکړئ


0 Response to "داسلام د نظره دحکومت رول په اقتصادي چارو کې: سالم فکر اوکړئ"

Post a Comment

السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته ملګرو که تاسو‌ هم خپلې ليکنې پدې سايټ کې نشرول غواړئ نو ما ته یې پدی ايمل را اوليږئ مننه: salemfo.online@gmail.com

Ads on article

Advertise in articles 1

advertising articles 2

Advertise under the article