سالم فکر اوکړئ

د پوهانو تېښته: ليکنه: حبيب الله منيب ساپی!

د پوهانو تېښته: ليکنه: حبيب الله منيب ساپی!

د پوهانو تېښته: ليکنه: حبيب الله منيب ساپی!

د امت او ملت څخه د پوهانو تېښته يو خطرناک مرض دی او له پخوا دغه چاره دوام لري، هوښيار هېوادونه يې پرمخ دروازې پرانيستي پرېږدي او خورا لوړ امتيازات ورته په خدمت کې ږدي، د پوهانو تېښته په حقيقت کې د پوهې او استعدادونو کډه کول دي، د عواقبو په اړه يې عادي عقل هم احساس کولی شي، که ساده يې ووايو: د پوهانو تېښته د عقل، مغزو او شعور د الوتنې سره مرادفه ده.

د دويمې نړيوالې جګړې وروسته د عربي هيوادونو څخه د پوهانو تېښته پيل شوه، هماغه وخت چې له مصره امريکا ته کوم کډوال کډه شوي ؤ، ۵۸ سلنه يې غښتلي پوهان او انجينران ؤ، په دوي کې ۷۰ سلنه پوهانو د دکتورا تر کچې زده کړې لرلې.

د ۱۹۶۲ م تر ۱۹۶۷ م کال پورې په يوه امريکايي شمېرنه کې ښايي چې په دغه پنځه کلونو کې ۲۳۲ پوهان له عراقه، ۱۶۰ پوهان له اردنه، ۴۳۶ د لبنانه، ۱۴۱ له سوريي او ۲۷۰ پوهان له مصر څخه امريکا ته کډه شوي دي، په دغه موده کې د انګلستان د کډوالو ډاکټرانو شمېر له انګليستاني ډاکټرانو زيات ؤ.

همدا اوس له افغانستانه ګڼ شمېر وړتياوې په ډېر مهارت وويستل شوې، نيږدې راتلونکي کې به مونږ د استعدادونو له يو ناوړه بحران سره مخ کېږو – خدای دې نه کړي-.

پوښتنه داده چې ولې پوهان تېښتې ته اړ کېږي؟ دلته يې په څو محوري اسبابو لنډه خبره کوو:

د پوهانو د تېښتې لاملونه!

لومړی: محصل د ډېرو سختو خواريو او هڅو وروسته خپله علمي دوره پوره کړي، هيله يې دا وي چې لخيره يوه مناسبه دنده کې به ورته د علمي رتبې مناسب معاش مقرر وي، خو چې کله دنده پيدا کړي، معاش يې حتی د ضروري اړتياؤ لپاره هم بسنه نه کوي او په همدغه شهاتنامه په خارج کې ډېر لوړ معاش ورته پيدا کېږي چې دغه د خپل هېواد معاش يې عشر ته هم نه رسېږي.

دويم: له زده کړو وروسته خپل هېواد ته راشي اميد يې دا وي چې د علمي مستوی موافق به ورته ځای او مقام پيدا شي، خو چې ګوري له ده ډېر ټيټ ډېره پورته مرتبه کې وي او له ده د زياتو امتيازاتو درلودونکی وي.

درېيم: د څېړنو لپاره پکار وسايلو او لابراتوارونو نه شتون؛ له همدې کبله پوهان مجبورېږي چې د خپلو څېړنو او تجربو لپاره هېواد پرېږدي.

څلورم: کباړ اداري تنظيم: ډېر کله ادارې د نااهلو خلکو واک کې وي، پوهان ډېر انتظار وکړي تر څو مناسب ځای کې مقرر شي، خو چې کله يې مقرري ونشي يا وځنډېږي، صبر يې تمام شي او خارج ته پښې سپکې کړي، چېرته چې په آسانه دنده پيدا کولی شي.

پنځم: د فکري او سياسي آزاديو نشتون-استبداد-: فکري او سياسي شخصيګتونه ځانګړي مغز، پوهه او وړتيا لري، کله چې دوي سانسور شي، نظر بند شي او يا هم د خپلو افکارو او مبارزې د څرګندولو او پرمخ بيولو اجازه ورنه کړل شي، د هېواد پرېښودو ته مجبورېږي او چېرته چې ورته آزادي وي همالته درومي.

شپږم: ځينې وخت د پوهانو له لورې کمې موجود وي، دوي دا ظرفيت نه لري چې لږه قرباني ورکړي، په کمه تنخوا ګوزاره وکړي او لږ خشن ژوند ته غاړه کېږدي، تر څو د ملت سره پاتې شي او په څنګ کې يې خدمت وکړي.

پورته شپږ لاملونه هغه بنسټيز اسباب دي چې په ټوله اسلامي نړۍ کې په عادي حالاتو کې موجود دي، ځينې وخت په ځينو هېوادونو کې ځانګړي لاملونه هم موجودېږي چې د پوهانو په تېښته منتج کېږي، لکه بدامني، دښمني، کرکې او عداوتونه او...

د پورته اسبابو حل کول د أمت او ملت لومړيتوب دی تر څو مغزونه او استعداونه له لاسه ورنه کړي او خوشبينه آينده ناامېده نشي.

 ( منيب ساپی ) 

د پوهانو تېښته: ليکنه: حبيب الله منيب ساپی!


0 Response to "د پوهانو تېښته: ليکنه: حبيب الله منيب ساپی!"

Post a Comment

السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته ملګرو که تاسو‌ هم خپلې ليکنې پدې سايټ کې نشرول غواړئ نو ما ته یې پدی ايمل را اوليږئ مننه: salemfo.online@gmail.com

Ads on article

Advertise in articles 1

advertising articles 2

Advertise under the article