سالم فکر اوکړئ

حاتم الطايي د همت او سخاوت يو دنګ غر وو: ليکنه: مولوي نقيب الله منقاد!

حاتم الطايي د همت او سخاوت يو دنګ غر وو: ليکنه: مولوي نقيب الله منقاد!

لوستل ئي دټولولپاره اړين دي،خوشتمن کسان به ئي ضرورلولي،،،،،،،،،ليکنه مولوي نقيب الله منقاد ،،،،،،،

حاتم الطايي دهمت اوسخاوت يودنګ غر وو!،

نن درته دهغه يوه قصه وړاندي کوم دعربي ادب کتابونه ليکي چه دجاهليت په زمانه کي دتيرسوي مشهور عرب سخي اوميړني شخص حاتم الطايي، ميرمن .

(ماويه بنت عبدالله) قصه کوي چه يووخت .

داسي سخته وچ کالي زموږپرسيمه اوديارباندي راغله چه دخلګو پسونه اوښان اوغلې هرڅه خمتي سوې،

 اوهيڅ دخوراک لپاره څه شی نه وو.

حتي ديوعرب شتمن حاتم الطايي ماشومان او کورنۍ هم دخوراک لپاره څه نه درلودل،

نوموړې ښځه قصه کوي .

چه ماخپل دوه ماشومان.(عدي بن حاتم)،او

(سفانة بنت حاتم )،دډوډۍ دنه شتون له کبله په چل اوفريب باندي ويده کړل،

زه هم سخته لوږي ځپلې وم،حاتم الطايي هڅه کول چه ماهم دماشومانو په څير ويده کړي،

 اوپه خوب سره يوګړی دلوږي،درنځ څخه بې غمه سم.داوايي چه ماته ښه پته وه چه حاتم ترما سخت لوږي ځپلی دی .

خوهغه خپل دلوږي اوتکليف اظهار هيڅکله نه کاوه .

کله چه.حاتم زمادويده کيدلو هڅه کول ،

اوده کوشش کاوه چه ويده کړي خوماته دلوږي څخه هيڅ خوب نه راتلی،

البته دده دزړه دتسکين په خاطر مي ځان پرخوب واچاوه ،

ده څوځلي ږغ راباندي وکړ 

ماځان ويده واچاوه اوده ته مي ږغ نه کاوه کله چه دده يقين سو چه زه ويده سوم.

 نوخپله ئي هم سرپټ کړ،


داوخت کي زموږ دخيمي په درګاه کي ديوښځي.ږغ سو 

چه ويل ئي ای دسفانې پلاره ؟

داڅوورځي کيږي چه بچيان مي نهر دي ،اوس ئي هيڅ دآرامولو توان نلرم

 دخدای پخاطر زمابچيان له مرګه وژغوره،

کله چه حاتم ددغه بې چاره ښځي ږغ واريده له ځايه راپورته سو.

 اوښځي ته ئي وويل.ورسه خوري ماشومان دي راوله 

چه درته ماړه ئي کړم.

دحاتم طايي ښځه وايي زه له لاځايه راوغورځيدم.

ورته ومي ويل سړيه! ته ليونی سوی ئي په څه شي ئي مړوې؟

ستاماشومان خپله دلوږي له لاسه ماپه چل باندي ويده کړل،

حاتم الطائي ورته وويل چه ته ورسه چاړه راوړه هغه

 زماقيمتي آس چه ولاړدی هغه حلالوم.

داخوند نه راکوي چه زماله کوره دي يو بې وزله ګاونډی ناميده ولاړشي تردغه نوره سختي پرموږنه راځي.


لږوخت وروسته،ښځي خپل ماشومان راوستل ټولو دلوږي چغي وهلې

حاتم خپل يواځنی اوقيمتي آس ذبح کړ 

اوبوټي( خاشاک)ئي راټول کړاوريي بل کړ دوی ته ئي پراو باندي دآس غوښه کبابول،

بیا ئي وخپلي ښځي ته وويل ورسه زموږماشومان هم راويښ کړه،

 چه ډوډۍ وخوري.بيا حاتم دخپل ځای څخه ولاړسو ويي ويل چې دا هيڅ ميړانه نده چه دهمسايه ماشومان وږي ويده وي اوزماماشومان دي کبابونه خوري.


ولاړی په ټول کلي کي ئي آوازوکړ چه ټول 

دهغه بل سوي اور ،وخواته راسی ترڅو ځانونه ماړه کړی.


په يودم کي دښځو ماشومانو اوسړيو داسي رش جوړسو چه حساب ئي نه کيدی.حاتم ګوښه په يوکونج کي کښيناست اودخلګو دخوراک سيل ئي کاوه

لږوخت لاتيرسوی نه وو چه دکلي وږو خلګو دآس غوښه څه چه هډوکي ئي لاهم وشپيلل اوهرڅه ئي وخوړل.

حاتم سره له دې چه زيات وږی وو. ددغه غوښو خوند ئي هم ندی کتلي .

ځان ئي وږی پرېښودی اونور ئي ماړه کړل.دغه ته همت اوسخاوت ويل کيږي،


#نوټ زموږ مالدارنوته پکاردي چه همت وکړي اوپه دغه سختو شرائطو کي دغريبانو اوبې وزله خلکو لاس نيوی وکړي ځان دي وږی نه پريږدي صر ف.

هغه اضافي شيان دي غريبانوته ورکړي اوهغوی دي نه هيروي..


#يادونه دغه لاندي تصويرونو کي دحاتم الطائي.قبر،کور اومهمان خانه ليدل کيږي، مولوي نقيب الله منقاد

حاتم الطايي د همت او سخاوت يو دنګ غر وو: ليکنه: مولوي نقيب الله منقاد!

حاتم الطايي د همت او سخاوت يو دنګ غر وو: ليکنه: مولوي نقيب الله منقاد!

حاتم الطايي د همت او سخاوت يو دنګ غر وو: ليکنه: مولوي نقيب الله منقاد!

حاتم الطايي د همت او سخاوت يو دنګ غر وو: ليکنه: مولوي نقيب الله منقاد!


0 Response to "حاتم الطايي د همت او سخاوت يو دنګ غر وو: ليکنه: مولوي نقيب الله منقاد!"

Post a Comment

السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته ملګرو که تاسو‌ هم خپلې ليکنې پدې سايټ کې نشرول غواړئ نو ما ته یې پدی ايمل را اوليږئ مننه: salemfo.online@gmail.com

Ads on article

Advertise in articles 1

advertising articles 2

Advertise under the article