د ملحدانو مغالطه ! ⁉️ آیا د پوهانو علم د دین د انتخاب او یا ترک معیار دی؟ سالم فکر اوکړئ!
د ملحدانو مغالطه !
⁉️ آیا د پوهانو علم د دین د انتخاب او یا ترک معیار دی؟
السلام علیکم و رحمة الله و برکاته
🔘 ملحدین مدعی دي چې:
۱ـ خدای وجود نلری؛
۲ـ پخپله اهل علم؛ ټکنالوجۍ او تفکر دي او خدای پرستان، اهل خرافه تحجر او بی عقلی دی!
۳ـ د تکامل نظریه د اللهﷻ پر عدم وجود باندې دلیل دی. او......
دوی د خپلې ادعا لپاره په ملحدو پوهانو باندې استناد کوی او خپل فهم باور او عقیده یې د دغو پوهانو په الحاد پورې تړلی، او داسې وا نموده کوی چې ته به وایی د نړي ټول پوهان ملحدان دي!
🔻 په دې مقاله کې مونږ هم (د ملحدانو د تفکر مطابق) مبنا د پوهانو پر علم او اکثریت د آراو نیسو؛ او بیا د ملحدانو عقلاني توب برسی او څیړو. یوه عادلانه عالمانه او دقیق ځواب ته د رسیدو لپاره یوه ډله د پوهانو چې دينداره او بی دینو ته شامل دی او د علمی مقام له نظره مشترک جایګاه او رتبه لری، د معیار په عنوان او د سنجش او ځواب په توګه انتخاب و.
دا معیار د نوبل جایزه ده چې په علمی ډګر کې معتبر ترینه او له خورا اهمیت څخه برخمنه ده چې په يوه دانشمند پورې تعلق مومی.
او د دغه تحقیق لپاره د شالف، باروچ آبا
د " دین د نوبل له جوایزو څخه په یوه پيړي کې د نوبل د جایزې ګټونکی " کتاب دی چاپ نوی دهلی، ناشران او توزیع کونکی آتلانتیک.
له ص۵۷ تر۶۱ پورې د سرچینې په توګه انتخاب ؤ .
◼️ توجه ۱: دغه تحقیق په ۲۰ امه پیړی کې شوی دی (۱۹۰۱ تر ۲۰۰۰) یعنی دسلو کلونو په لړ کې ؛
◼️ توجه ۲:د دې لپاره چې ملحدین د کومه بهانه ونلری په سلو کې«آتئیست او آگنوستیک» سره جمع کوو بیایی فی صدی ګورو، اگر که آتئستان حد آقل دي.
◼️ توجه ۳: په دین کې د هغو افرادو فیصدی چې د نوبل د صلحي جایزه یې ګټلې ده:
▫️الف: مسیحیان (ابراهيمي ادیان ) «۶۵.۴» فیصده چې تعداد یې ۴۲۷ کسان کیږی.
▫️ب: یهودیان (ابراهيمي ادیان ) «۲۱.۱ فیصده
چې تعداد یې ۱۳۸ کسان کیږی.
▫️ج: آتئیست او اگنوستیک «۷ فیصده» تعدادیې ۴۶ کسان.
▫️د: آزاد خیاله«۳.۴ فیصده» تعداد ۲۲ نفره.
▫️ه: بوداییان «۱.۱ فیصد» تعداد ۷ نفره.
▫️او: مسلمانان (ابراهيمي ادیان ) «۰.۸ فیصده» تعداد ۵ کسه .
▫️ز: هندوان «۰.۷ فیصده» تعداد ۴ کسه.
▫️ک:نور «کمتره له ۰.۵ فیصده» تعداد ۲ کسان.
◼️ توجه ۴: که چیرې آتئیستان او اگنوستیک او آزاد خیاله د ملحدينو په ګټه په یوه ډله کې ونیسو ( کابو ۱۰.۵ فیصده چې ۶۶ کسان کیږی) یعنې ټوله فيصدي چې دوی جوړ وي لسم نیم فصيده د هغو کسانو ده چې د نوبل جایزه یې ګټلې .
په سلو کې د دغو افرادو شمیر چې په مختلفو برخو کې یې له در ګونې تجمع سره د نوبل جایزه ګټلی دي په لاندې مقدار سره دي:
▪️ادبیاتو کې : ۳۵.۲ «پنځه دیرش فیصده »
په سلو کلونو کې د ادبياتو د نوبل جایزه.
▪️طب : ۸.۹ « اته عشاريه نه فیصده »
په سلو ګولونو کې طبی نوبل.
▪️کیمیا : ۷.۱ «اوه عشاريه یو فيصد »
په سلو کلونو کې کيماوي نوبل.
▪️اقتصاد: ۵.۲ « پنځه عشاريه دوه فیصده»
په سلو کلونو کې اقتصادی نوبل.
▪️فیزیک: ۴.۷ «څلور عشاريه اوه»
په سلو کلونو کې فیزیک نوبل.
▪️صلح: ۳.۶ «درې عشاره شپږ فیصده »
په سلو کلونو کې د صلحې نوبل.
نتایج:
✅ نتیجه ۱: «۸۹.۵» فيصده (معادل د ۵۸۵ کسانو) چې د نوبل جایزې یې ګټلی دي د دین والا خلک دي یعنې دا خلک په یو دین پورې تړلی دی که هغه اسلام دی که مسیحت یهودیت او..
او «۱۰.۵» فیصده چې (معادل د۶۶ کسانو کیږی) ملحد اگنوستیک او آزاد خیاله دی.
✅ نتیجه ۲: «۸۷.۳» فیصده چې(معادل د ۵۷۲ کسانو کیږی) په سلو کې د نوبل د جایزې ګټونکي ابراهيمي (آسماني او وحیانی) دین لری.
✅ نتیجه ۳: دغې فيصدي او د دین دارانو او بی دینانو ته په توجه سره؛ د ملحدانو د طرز تفکر مطابق چې پوهان او دانشمدان معیار ګرځوي؛ دین دارانو ۹ برابره د بی دینانو په نسبت عاقلانه تره انتخاب کړی دی، ځکه ۹۰ فیصده د نړی بهترینه پوهان دین داران دي
او لس فی صده یې بی دینه او نور دي.
✅ نتیجه ۴: د ملحدينو لومړی ادعا ته په پام سره چې وایی (خدای وجود نلری) دا ادعا د دوي کیدایشی لس فیصده سمه وی او ۹۰ فیصده اشتباه ده (البته د ملحدينو د اکثرمعیار مطابق)
په نتیجه کې ملحدین د خپلو معیارونو پر بنسټ هم یو غیر عقلاني انتخاب کړی او الحاد غیر عقلاني دی، ځکه دنړی له سترو ۹۰ فیصده پوهانو څخه دین داران دی.
✅ نتیجه ۵: د ملحدينو دوهمې ادعا ته په توجه سره، دین داران له ۹۰ سلنې سره یې چې د نړی ستر علما او پوهان دی، اهل علم تکنالوژي
تفکر او د تأمل وړ خلک دی.
✅ نتیجه ۶: د بی دینانو ډیری د نوبل جایزې په ادبیاتو کې دي (۳۵.۴ په سلو کلونو کې ) یعنی له ۶۶ کسانو څخه ۳۴ کسان؛ (آتئیستان اگنوستیکان او آزاد خیاله) دا عدد څرګند وي چې د ملحدانو اکثره د نوبل جوایز په ادبیاتو او فلسفه کې دي چې په فیزیک کیمیا او طب پورې هیڅ تړاو نلری.
✅ نتیجه ۷: په طب او صحي برخه کې
چې شپه ورځ لګیا دي دین داران مسخره کوي
او ځانونه ابو علی سینا رازی او... ګڼی، ۸.۹ فیصده د نو بل جوایز یې ګټلی اوله ۹۰ فیصده څخه زیات د نوبل جایزې دین دارو محقیقنو او څړونکو کسب کړی دی، او د طب علم له ۹۰ سلنې څخه زیات د دین دارانو مدیون دی.
✅ نتیجه ۸: په اقتصاد کې چې د دین دارانو په نسبت په ډیره ټیټه سطحه کې قرار لری او دین دا رانو په دې برخه کې ۹۵ سلنه د نوبل جایزې ګټلی دی.
✅ نتیجه ۹: په فیزیک او کیمیا کې د بی دینانو د نوبل جوایز (کیمیا کې ۴.۷ او په فیزیک کې ۷.۱) او په دې برخکه په سلو کې دین دارانو ته مربوط د نوبل جوایز (کیمیا ۹۵.۳ او فیزیک ۹۲.۹ ) فیصده دي چې دا یو ډیر ستر توپیر دی.
✅ نتیجه ۱۰: ملحدینو او بیدینانو ۳.۶ فیصده د نوبل د صلحي جایزې ګټلی دی او باقی
۹۶.۴ فیصده د صلحی جایزې دین دارانو ګټلی دي؛ البته د جنایتکاره ملحدینو کارنامې لکه
ستالین، مائو، موسولینی او... اظهر من الشمس دي.
🔸هیله ده چې بی عقله ملحدین یو څه اندازه په عقل کې راشی او له مغالطاتو څخه یې لکه د تفکراتو عاقلانه والی څخه یې لاس واخلی، او یو څه خپلې خوا او شاته نظر واچوي، توبه وکړی او د عاقلانو او دین دا رانو صفوفو سره یو ځای شی.
🔴 توجه: مونږ په دې مقاله کې صرف د ملحدينو د طرز تفکر او د اکثره ملحدينو پر ادعا باندې عمل کړی دی چې د پوهانو د الحاد پر میزان قضاوت کوي.
والسلام علیکم و رحمة الله و برکاته
✍ تحقیق او لیکنه : محمدعزیز فتحی
د هدایت مرکز د هدایت په لور یوه دریڅه
ددهمدایت مرکز د ملحدانو او د هغوی د باطلو شبهاتو رد.
0 Response to "د ملحدانو مغالطه ! ⁉️ آیا د پوهانو علم د دین د انتخاب او یا ترک معیار دی؟ سالم فکر اوکړئ!"
Post a Comment
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته ملګرو که تاسو هم خپلې ليکنې پدې سايټ کې نشرول غواړئ نو ما ته یې پدی ايمل را اوليږئ مننه: salemfo.online@gmail.com