د کیمبریج د پوهنتون د بیولوژی یو تکړه کس ډاویډ فوکس چي ملحد وو مسلمان مي کړ(۱) لیکنه: عبدالغفار جُبیر
د کیمبریج د پوهنتون د بیولوژی یو تکړه کس ډاویډ فوکس چي ملحد وو مسلمان مي کړ(۱)
لیکنه: عبدالغفار جُبیر
زه چي کله د یوه چا سره بحث کوم ، نو لومړی ورڅخه د مخصوصي رشتې پوښتنه کوم، یعني چي په څه شي کي مهارت لري، په فزیک، کیمیا، تاریخ، ادبیات، علم نجوم، فزیالوجی، امبریالوجی، سمندر پوهنه، جیولوجی، بیولوژی، الوهیات او نور.... هغه بحث اغیزمن دی چي دهغه شخص د علم او پوهې په دایره کي وشی، که هغه په فزیک پوهیږي او یو کس ورسره په ادبیاتو کي بحث کوي دا کومه اغیزه نلري.
بحث ډیر اوږد دی خو زه غواړم هغه نقطې روښانه کړم چي دی ملحد وو او څنګه یې د خدای وجود ومانه؛ او دده د هدایت سبب څه شی وګرځیدی.
لومړی بحث:
د انسان د بدن حجرو ته الله پوهه ورکړیده.
د انسان په بدن کي تر ۲۰۰ زیات ډولونه د حجرو (Cells) شتون لري، د اعصابو حجرې ځانته دي، د هډوکو حجرې ځانته دي، د وینې حجرې ځانته دي، د عضلاتو حجرې ځانته دي او داسی نور....
که چیري موږ پنځه پنځه حجرې د عضلاتو، د اعصابو، د هډوکو، د وینې، د رګونو سره کښیږدو نو دوی حرکت کوي او دوینې حجرې خپل ځانته سره نژدې کیږي، د اعصابو حجرې چي هر ځای وي خپله سره نژدې کیږي، د رګونو حجرې چي هر ځای وي خپله سره نژدې کیږي او داسی نور... یعني هره حجره د خپل جنس حجرو سره یو ځای کیږي، دغه پوهه چا ورکړیده؟ ایا دغه حجره کوم ماغزه او اعصاب لري؟ ایا دغه حجره کومې سترګې او مخ لري؟
ددې عقلي استدلال په اوریدلو سره ډاویډ فوکس وار خطاء او بیا هیښ شو، او خاموشه شو، دا هغه لومړی دلیل وو چی د خدای د وجود ځای دده په زړه او دماغ کي پیدا شو.
0 Response to "د کیمبریج د پوهنتون د بیولوژی یو تکړه کس ډاویډ فوکس چي ملحد وو مسلمان مي کړ(۱) لیکنه: عبدالغفار جُبیر"
Post a Comment
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته ملګرو که تاسو هم خپلې ليکنې پدې سايټ کې نشرول غواړئ نو ما ته یې پدی ايمل را اوليږئ مننه: salemfo.online@gmail.com