د_حضرت_عمر_رضى_الله_عنه_د_یوه_والي_حالت: سالم فکر اوکړئ!
#د_حضرت_عمر_رضى_الله_عنه_د_یوه_والي_حالت:
یوه ورځ د وخت عادل خلیفه حضرت عمر فاروق رضى الله عنه د حمص اوسېدونکو څخه غوښتنه وکړه، چې د بېوزلو او مسکینانو نومونه ورته ولیکي، تر څو د مسلمانانو له بیت
المال څخه ورته خپله برخه ورکړي، کله چې د بېوزلو نو مونه ورورسېدل په هغوى کې د حمص د والي (سعید بن عامر) نوم هم وو ، د دې نوم په کتو سره حضرت عمر رضى الله عنه حیرانه شو، چې د حمص والي د حمص له فقیرانو څخه دى! د حمص له خلکو یې د هغه د فقر په اړه پوښتنه وکړه
هغوى وویل: هغه خپل ټول مال په فقیرانو ووېشه ، او ویل یې )(زه څه وکړم زما څخه خو د الله تعالى پر وړاندې د بېوزلو په اړه پوښتنه کیږي) بیا حضرت عمر رضى الله عنه د خلکو څخه پوښتنه وکړه ایا تاسو کومه نیوکه هم پرې لرئ؟
هغوى وویل : هو درې عیبونه لري (1)زمونږ سره یوازې سهار لیده کاته کوي (2) د شپې یې مونږ نه وینو (3) او په اونۍ کې یوه ورځ نه وي.
کله چې عمر رضى الله عنه له سعید څخه د دې عیبونه په اړه پوښتنه وکړه ، هغه وویل : اې امیرالمومنینه! لاملونه یې دا دي ، دا چې زه یوازې له دوى سره سهار لیده کاته کوم وجه یې دا ده ، چې د خپلې کورنۍ په خدمت کې مصروف یم ، زه کوم خادم نه لرم او میرمن مي ناروغه ده او د شپې ځکه نه ښکارم چې ورځ مي د دوى د خدمت او اړتیاوو پورا کولو لپاره ځانګړې کړې ده او شپه مي د خپل پروردګار د عبادت لپاره او دا چې په اونۍ کې یوه ورځ نه یم په دې ورځ کې خپلې جامې مینځم بیا یې د وچېدو انتظار کووم ځکه همدا یوه جوړه لرم ، حضرت عمر رضى الله عنه چې کله د والي خبرې واورېدې په ژړا شو
دا د رسول الله صلى الله علیه وسلم د مدرسې تربیه شوي شاګردان ول له الله تعالى څخه ویرېدل او په خپل هر کار کې یې هغه حاضر ګاڼه.
(د اسلامي تاریخ زړور سپاهیان او اتلان)
0 Response to "د_حضرت_عمر_رضى_الله_عنه_د_یوه_والي_حالت: سالم فکر اوکړئ!"
Post a Comment
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته ملګرو که تاسو هم خپلې ليکنې پدې سايټ کې نشرول غواړئ نو ما ته یې پدی ايمل را اوليږئ مننه: salemfo.online@gmail.com