کمونيزم سه وايي؟ سالم فکر اوکړئ!
کمونيزم سه وايي؟ سالم فکر اوکړئ!
کمونیزم وایي: ژوند ټول پر مادیاتو راڅرخیږي او ماده د ژوند یوازیني او همیشنی متحرک دی.
هغوی وايي: د تاریخ په اوږدو کې ټول بدلونونه او تحولات د مادې له برکته دي او دا ماده ده چې دومره لوی تحولات او تغییرات په نړۍ کې راغلي دي نو پردې اساس ماده د ژوند اصل دي.
خو اوس پوښتنه داده چې آیا ماده پرته له عامله کولای شي تحولات او تغییرات راولي؟
آیا غرونه او لویې لویې تیږې کیدای شي په خپله کورونه شي؟
نه هیڅکله نه !!
بلکې دا انسان دی چې د عامل په حیث ماده په حرکت او تحول راولي له دې جوته شوه چې ماده اثر منوونکې او انسان اثر کوونکی (عامل) دی.
یعنې د مادې د حرکت لپاره یوې فاعلي قوې ته اړتیا ده تر څو ماده په حرکت راولي .
نو دا ثابتیږي چې همدا انسان د اصلي ارزښت او اهمیت خاوند دی نه د مارکسیستانو په خوله ماده.
سربیره پردې دا چې انسان او ماده دواړه د بل په لاس پیدا شوي دوی محدودې او ناقصې قواوې دي
نو دا پخپله د دې دلیل دی چې له هغو دواړو سره کمزوري او نقصان ملګری دی او د دوی دا کمزورتیا د دې تاکید کوي چې هلته له انسان او مادې نه لوړه ، اوچته یوه غیبي او په هر څه قادره قوه شتون لري چې انسان او ماده یې دواړه پیدا کړي دي.
نو انسان او ماده دواړه مخلوق دی ، ناقص دي، کمزوري دي او داسې خالق ته اړ دي چې له دوی مخکې شتون ولري پرته له دې چې بل چاته اړ وي چې هغه الله ج دی٠
0 Response to "کمونيزم سه وايي؟ سالم فکر اوکړئ!"
Post a Comment
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته ملګرو که تاسو هم خپلې ليکنې پدې سايټ کې نشرول غواړئ نو ما ته یې پدی ايمل را اوليږئ مننه: salemfo.online@gmail.com