د الجزائر ملاله ليکنه: فاتح ځوان , سالم فکر اوکړئ!
د الجزائر ملاله ليکنه: فاتح ځوان , سالم فکر اوکړئ!
لالة فاطمة نسومر )پیدا: 1246 هـ/1830م( رحمها الله تعالی د الجزائر هیواد داسې مېرمن ده،
لکه زموږ خدای بښلې ملاله میوندۍ، البته د فاطمې د ژوند تفصیلي حالت او جګړو کې فعاله
او قائدانه برخه شتون لري. فاطمه د فرنسوي یرغل خلاف د الجزائري ولس د مقاومت سمبول
ګڼل کېږي.
نوموړې د فرنسویانو پرخالف یوه جګړه کې د مجاهدینو د )7000 )کسیز لښکر قومنده په
لاس کې لرله، چې د فرنسویانو له )45000 )کسیز لښکر سره یې مقابله کوله. دا مهال د
فاطمې عمر ایله )23 )کاله وه. پایله کې یې فرنسویانو ته سخته ماتې ورکړه، ویل کېږي دې
جګړه کې د فرنسوي پوځ )10 )جنرالان وژل شوي وو!
فرنسوي مؤرخ )لوی مسینیون( فاطمې نسومر ته د "د جرجرة جان دارك" لقب ورکړی و.
جان دارک ) (Arc'd Jeanneوتلې پخوانۍ فرنسوۍ اتله ده. او جرجرة د الجزائر شمال کې د
غرونو لړۍ ده. خو فاطمې د القب نه خوښوه، هغې ځان ته )د جرجرة خولة( لقب خوښوه. چې
مطلب یې خوله بنت األزور د مشهور مسلمان مجاهد )ضرار بن األزور( خور وه. فاطمه په
کال: 1863م کې په )33 )کلنۍ کې وفات سوه. رحمهم الله جمیعاً.
0 Response to "د الجزائر ملاله ليکنه: فاتح ځوان , سالم فکر اوکړئ!"
Post a Comment
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته ملګرو که تاسو هم خپلې ليکنې پدې سايټ کې نشرول غواړئ نو ما ته یې پدی ايمل را اوليږئ مننه: salemfo.online@gmail.com