پوره شل دانې غوره نصيحتونه!
#پوره شل دانې غوره نصيحتونه،
خپله ئي زده کړی عملي ئي کړئ. اولادونو ته ئي هم وروښياست
.ليکنه مولوی نقیب الله منقاد
لومړی،
څه چه تېرسوه هغه دې دلا سه ورکړه، ددې پرځای چه آرمان اورپسې وکړې ځان بيداره کړه اوآئنده دغسي غفلت مکوه.
• دوهم
درارواني ورځي لپاره تشويش مکوه کله چه دي نن ورځ ښه رهبري کړه صباورځ دي هم ورسره برابريږي
.
•دريم
بايدتګ وکړی. کاروکړې اوهمت له لاسه ورنکړې
دټنبلی بې کاری اوسستی څخه ځان وساتئ
• څلورم
په ژوند کي نوښت راوله اودزړو امکاناتو پرځای نوي امکانات وکاروه اومخکې حرکت وکړه
• پنځم
دډېر خوراک چای چيښلو اونشيي موادو داستمال څخه ځان وساتئ ځکه هم وخت اوهم صحت ته زيان لري
• شپږم
همېشه(لا حول و لا قوة إلا بالله)کلمه وايه ځکه دغه مقدسه کلمه موزړه قوي کوي .ستاسو مشکلات الله تعالی ته حواله کوي.اودرانه بارونه مودغاړي څخه اړوي.
• اووم
استغفار, ډېر ډېر واياست . الله به مورزق پراخ کړي.په علم کي به موزيادت وسي،اوپه اولاد کي به هم برکت راسي
• اتم
ددنياکړاوونوکي حوصله له لاسه مه ورکوئ ځکه ستا اودالله ترمابين نزدې والی راولي،دځان خوښوني اوتکبرڅخه دي ساتي.
• نهم
دعنادګرو اوحسد ګرو خلګو سره ناسته اومجلس مکوه ځکه ددغوخلګوسره ناسته روحي تبه اوناروغي سړي ته پېښوي.اوغمونه به دي يوپه دوه سي
• لسم
دګناهونو څخه ځان وساته ځکه ګناهونه دغمونو پرېشانيو اومصيبتونو اسباب دي،
• يوولسم
که کوم څوک بددرته ووايي ته مه خوابدی کېږه ځکه په دغه کارباندي هغه تاته زيان نه بلکي ځانته زيان اوسپکه ور،اړوي
• دوولسم
که کوم څوک ستاسره عداوت اوياعناد کوي خوامه بده وه ځکه داپه دې معنی ده، چه تاسو يوبريالی اوپرمخ تللی کس یاست چه دوی له تاڅخه شاته پاته دي
• ديارلسم
کوم څو ک چه ستاسو غيبت کوي ،دهغه څخه دخوابدی پرځای بايد مننه.ورکړی ځکه هغه ستاسو په غيبت کولوسره خپلي نيکی تاسو ته درکوي.اوستاسو ګناوي درته محوه.کوي،
•څلوارلسم
دخلګوسره په ورين تندي ږغيږه دهغوی محبت به لاسته راوړې نرمي کوه دخلګو زړونو ته به لاره پيداک
،پنځلسم
دخلګوسره خبري په سلام شروع کوه ځکه چه داکارمو ددوستانو په منځ کي دمحبت سبب.ګړي
شپاړسم.
• خپلو ملګرو ته مو تحفې ورکړی ترڅوملګرتياموټينګه سي اومينه محبت موپکي زيات سي،.
• اوولسم
تل موسينه پراخه ساته، که مو څوک آزارکړي ، ژر مه غصه کېږه اومه دچاڅخه دانتقام فکر کوه ،ځکه انتقام پرېښودل اوعفوه دغټو خلګوعادت وي.
• اتلسم
کوم دښمنان چه ستا په کمزوري خوشحالي ښکاره کوي ګيله مه ورځني کوه.ځکه دادوی کاردی که ئي علاج غواړې په ځان کي دپرشاتګ اسباب ختم کړه.
.نولسم
دبې ځايه نارواعشق اومحبت څخه ځان وساتئ ځکه دغه کار دروح عذاب دزړه دمرض سبب ګرزي.په زړه کي صرف دالله محبت ته ځای ورکړه
•شلم
کله چه يه يو مشکل کي تاسو واقع کېږي نوبايد دخلاصون لپاره ئي الله ته مراجعه وکړې .دادخلاصون ترټولو بهتره لاره ده
#يادونه که موخوښه سوه دملګرو سره ئي شريک کړئ
0 Response to "پوره شل دانې غوره نصيحتونه!"
Post a Comment
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته ملګرو که تاسو هم خپلې ليکنې پدې سايټ کې نشرول غواړئ نو ما ته یې پدی ايمل را اوليږئ مننه: salemfo.online@gmail.com