سالم فکر اوکړئ

سلطان محمد فاتح (محمود الثاني) د عثماني کورنۍ له مشهورو پاچهانو او خلیفه ګانو څخه دی, سالم فکر اوکړئ!

سلطان محمد فاتح (محمود الثاني) د عثماني کورنۍ له مشهورو پاچهانو او خلیفه ګانو څخه دی, سالم فکر اوکړئ!

سلطان محمد فاتح (محمود الثاني) د عثماني کورنۍ له مشهورو پاچهانو او خلیفه ګانو څخه دی

ده د خپل (۴۹) کاله یوې میاشتي او پنځه ورځي ژوند څخه (۳۱) کاله دوې میاشتي او اته ویشت ورځي په عدالت او تقوی سره پر اسلامي نړۍ واک وچالوه، د کفري او صلیبي 

حکومتونو پایې ئې داسي ولړزولې چي څوارلس واره طاغوت پالو دښمنانو مرګوني حملې ورباندي وکړې، خو موفق نه شول. 

سلطان محمد فاتح د ځکندن پر مهال خپل زوی ته داسي وصیت کوي، چي د ټولو مسلمانو حاکمانو او دولتي خلکو له پاره بهترین مسیر ګرځي او د رسول الله صلی الله علیه وسلم او د هغه د برحقه خلفاوو غوښتني پکښي نغښتي دي: 

اوس زما مرګ رارسېدلی، خو فکرمن او غمجن نه یم، ځکه چي ترځان وروسته تا پرېږدم. 

اې زویه! عادل، صالح او رحم لرونکی اوسه، د رحمت وزرونه دي د تر لاس لاندي خلګو په وړاندي د تبعیض پرته وغوړوه او د الهي دین د خپرولو هڅه کوه، ځکه چي دا د ځمکي پر مخ د حاکمانو له مهمو وظایفو څخه دي، پر هر کار د الله جل جلا له دین ته غوره والی ورکوه او د هغه په اړه د فکر کولو څخه مه غافله کیږه! 

پر وظیفه باندي د بې دینه خلکو د مقررولو څخه پرهېز وکړه، داسي خلک چي د کبیره ګناه څخه ځان نه ساتي او په نامناسبه کارونو مصروف وي، د داسي خلکو څخه هم لیري اوسه، چي د دوی (بې دینه کسانو) طرف ته تا هڅوي، د فساد او بدعتونو څخه ځان وساته! په خپلو اولیه کارونو کي دي جهاد ته پرمختګ ورکړه، د بیت المال حفاظت کوه، د بل و حق ته د لاس اچولو څخه ځان ساته، بخښنه دي د حقدار طرف ته متوجه کوه، دیني باعمله عالمان دي په حکومتي نظام کي درسره ملګري کړه، هغوی معزز وشمېره، د هغوی د تشویق له پاره هڅي کوه او کله چي دي د هغوی څخه یو کس بلي سیمي ته لېږه، ځان ته ئې راوغواړه، استقبال ته 

ئې ورسه او په تحفو ئې ونازوه. 

بیداره اوسه! دنیا، مال او قدرت تا ته فریب در نه کړي. مؤمنان باید ستا د دروازې څخه نا امیده ونه ګرځي، له هغو کارو څخه ځان ساته، چي ستا نفس ئې غوښتونکی وي او د شریعت مخالف وي. ځکه چي دین زموږ هدف دی، زموږ د اعمالو اصلاح کوونکی او زموږ کامیابوونکی دی، زما نصیحت واوره او قبول ئې کړه، زه چي کله دې نړۍ ته راغلم؛ نو د یو کوچني میږي په څېر وم، خو الله عزوجل دا لوی نعمت و ماته راکړ، زما پر طریقه او تګلاره 

باندي محکم واوسه، د دې دین او د هغه د پیروانو د عزت ساتلو کوښښ کوه، د بیت المال مالونه دخپل طبیعت مطابق، بې ځایه او د ضرورت تر اندازې ډېر مه مصرفوه! ځکه د دغه کارونو کول به ستا دحکومت دهالکېدو له غټو اسبابو څخه وي (الدولة العثمانیة ص ۱۷۱\ ۱۷۲) 

سلطان محمد فاتح (محمود الثاني) د عثماني کورنۍ له مشهورو پاچهانو او خلیفه ګانو څخه دی, سالم فکر اوکړئ!

0 Response to "سلطان محمد فاتح (محمود الثاني) د عثماني کورنۍ له مشهورو پاچهانو او خلیفه ګانو څخه دی, سالم فکر اوکړئ!"

Post a Comment

السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته ملګرو که تاسو‌ هم خپلې ليکنې پدې سايټ کې نشرول غواړئ نو ما ته یې پدی ايمل را اوليږئ مننه: salemfo.online@gmail.com

Ads on article

Advertise in articles 1

advertising articles 2

Advertise under the article