حدیثِ نبوي ساینسي تحقیق : ليکنه: نجيب الله عادل!
#حدیثِ_نبوي_ساینسي_تحقیق
الحدیث : إِذَا وَقَعَ الذُّبَابُ فِي إِنَاءِ أَحَدِكُمْ، فَلْيَغْمِسْهُ كُلَّهُ، ثُمَّ لْيَطْرَحْهُ، فَإِنَّ فِي أَحَدِ جَنَاحَيْهِ شِفَاءً وَفِي الآخَرِ دَاءً»
ژباړه : که ستاسو په څښاک کې مچ ولویږې نو هغه مچ ته دوهم ځل بیرته په څښاک کی غوپه ورکړﺉ ځکه چې د مچ په یؤ وزر کی مرض او په بل وزر کی شفاء ده ۔
حدیث : صحیح بخاری 728
راوي: ابو هریرة رضي اللّٰه عنهُ
-------------------------------------------
د جدید بایولاجیکل ساینس Biological:Science حیاتیاتي څانګې ماهرین ددغه حدیث مبارک په تایید کی وایې چې د مچ په یؤ وزر کی د (organisms) په نوم داسي (جراثیم کُش) شفایې اجزاء مؤجود دي چې هغه د مچ له اول وزر څخه اخراج کیدونکې د (Pathogenes) نومې میکروب یا جراثیمو مهلک اثرات ختموې ، په دغه اساس بایولوجیکل ساینس د نبوي حدیث دا نظریه تاییدوي چې کله په څښاک کې مچ ته دوهم وار غوپه ورکړل شي نو په غوپه کې د آکسیجن د قِلت له کبله مچ له خپل دوهم وزر څخه داسي جراثیم کُش درمل یا مواد اخراج کوي چې هغه په څښاک کې تحلیل شوي د زهرجنو عنصراتو مخنیوﺉ کوي
د مچ له وزر څخه اخراج کیدونکې دغه شِفایې (Cells) حجرات په ساینسي اصطلاح کې (ییسټ سیلز) Yeast cells بلل کیږي چې همه وخت د مچ د تنفس په نالیو کی مؤجود وي ، دغه (حجرات) په څښاک کې د زهرجنو جراثیمو اثرات ختموې او هغه مُضِره مشروب هم بیرته قابل د خوراک او چیښاک ګرځوې ۔
#رَبَّنَا_مَا_خَلَقْتَ_هٰذٰا_بَاطِلاً o
✍️ لیکنه: (نجیب اللّٰه عادل)
0 Response to "حدیثِ نبوي ساینسي تحقیق : ليکنه: نجيب الله عادل!"
Post a Comment
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته ملګرو که تاسو هم خپلې ليکنې پدې سايټ کې نشرول غواړئ نو ما ته یې پدی ايمل را اوليږئ مننه: salemfo.online@gmail.com