داسلام اتل قهرمان حضرت عکرمه رضی الله تعالی عنه, سالم فکر اوکړئ!
داسلام اتل قهرمان حضرت عکرمه رضی الله تعالی عنه, سالم فکر اوکړئ!
عکرمه د عمرو ابن هشام زوی هغه چې پلار یې ابو جهل نومول شوی دی؛ کله چې نیم ملیون رومیان وروسته له هغه چې مسلمانان یې له هرې خوا کلابند کړل، د مسلمانانو د لښکر نابودولو ته نږدې شو، دغه مسلمان قهرمان خپله توره واخیسته او مسلمانانو ته یې غږ کړ، داسې غږ چې د تندر له غږ سره ورته والی لري: څوک په مرګ باندې بیعت کوي؟
څلور سره سرتیري هغه ته وروړاندې شول چې د اسلام په تاریخ کې د «کتیبة الموت الاسلامیة» په نوم یادېږي.
په دې وخت کې خالد بن ولید د عکرمه په لوري راغی، هڅه یې وکړه چې هغه د دې ځان وژنې څخه منع کړي، عکرمه هغه ته په داسې حال کې وکتل چې د تندي څخه یې نور ښکارېده او ویې ویل: خالده له ما لرې اوسه! ته له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره مخینه لرې مګر زه او پلار مې په رسول الله صلی الله علیه وسلم له ټولو خلکو سخت وو نو ما پرېږده چې د خپلو تېرو اعمالو کفاره اداء کړم، زه له رسول الله سره په ډېرو ځایونو کې جنګېدلی یم.
دغه کتیبه په تېزۍ سره لاړه څو په تور رنګ تورو باندې د رومیانو ککرۍ ماتې کړي. د رومیانو د سلګونه زره لښکر په لوري یو له بل څخه مخکې کېدل او عکرمه په خپله د لښکر زړه ته ورغی تر څو په مسلمانانو کلابندي ماته کړي او په رښتیا یې هم د دښمن په لښکر کې لاره وایسته او د دوی لیکې یې ماتې کړې، د رومي لښکر مشر امر وکړ چې ټول غشي د دغه سرتیري په لور وویشتل شي، د عکرمه آس د ډېرو غشو د لږېدلو له امله وغورځېد، عکرمه د آس له شا راپورته شو او په یوازې ځان د لسګونه زره رومیانو په لور روان شو، همدې وخت کې رومي غشي ویشتونکو د هغه زړه په نښه کړ. کله چې مسلمانانو دغه قهرمانه منظر ولید په سینو کې یې احساسات په غورځنګ شول، د کتیبې سرتیري د خپل رهبر په لوري مخکې لاړل تر څو د الله په لار کې شهیدان شي لکه څرنګه یې چې بیعت کړی و.
خالد بن ولید د خپل د تره د زوی عکرمه لټون پیل کړ په داسې حال کې چې عکرمه د دوو لښکرو په منځ کې پروت وو.
د حارث ابن عشام عیاش ابن ربیعه او د کتیبې د نورو سرتېرو د بدن څخه وینې روانې وې، حارث ابن هشام د څښاک لپاره اوبه وغوښتې مخکې له دې چې یو غوړپ اوبه وڅښي، عکرمه ته یې وکتل، د اوبو راوړونکې ته یې وویل چې اوبه عکرمه ته وروړي. ځکه هغه ډېر تږی دی، کله یې چې اوبه عکرمه ته وروړې ویې غوښتل چې اوبه وڅښي مګر عیاش یې ولید نو اوبه راوړونکي ته یې وویل چې تر هغې اوبه نه څښم څو ورور مې چې ړومبی یې اوبه غوښتې دي ویې نه څښي!
خلکو حارث ابن هشام ته وکتل چې شهید شوی، عکرمه ته یې وکتل چې هغه هم شهید شوی، بېرته عیاش ته ورغلل څو اوبه وروڅښي هغه یې هم په داسې حال کې وموند چې ساه یې ورکړې وه.
دوی هغه څوک دي چې کیسې یې باید خپلو زامنو ته وکړئ شي نه لوی سکندر، نه ناپلیون، مینۍ او د کرستیانو رونالډو کیسې!
غرب له موږ غواړي چې خپل مسلمان زمري هېر کړو خو موږ به یې هېڅکله هم هېر نه کړو بلکه د الله تعالی په مرسته به د دوی دبدبه بېرته راستنه کړو، دا کیسې خپرې کړئ او خپل زامن خبر کړئ چې د نارینه وو اتلولي او د اسلام په لار کې د ځان قرباني څرنګه وي؟ دفاع، ساتنه، عزت او شرف څنګه وي؟
0 Response to "داسلام اتل قهرمان حضرت عکرمه رضی الله تعالی عنه, سالم فکر اوکړئ!"
Post a Comment
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته ملګرو که تاسو هم خپلې ليکنې پدې سايټ کې نشرول غواړئ نو ما ته یې پدی ايمل را اوليږئ مننه: salemfo.online@gmail.com