سالم فکر اوکړئ

د اختري (قرباني) مسائل/ ليکنه: عبدالغفار جبير.

د اختري (قرباني) مسائل/ ليکنه: عبدالغفار جبير.

 د اختري (قرباني) مسائل/ ليکنه: عبدالغفار جبير.

د اختري مسائل (۱ برخه)

عبدالغفار جُبیر

مسئله # ۱:

اختری پر هرهغه مسلمان واجب دی که نر وی او که ښځه وی چې عاقل بالغ مقیم وی او(۲۰۰) درهم ولری چې (۵۲ نیمی) تولی سپین زرکیږی یا دومري قیمت ولری یا نورسامان ولری یا ځمکه ولري چې قیمت ئې (۲۰۰) درهمه ته ورسیږی ترحاجت اصلی زیات وی.

(قاضی خان علی هامش هندیه ج۴ ص ۳۴۴، شامی ج۵ ص ۲۱۹)

په اوسنی وخت کی د حنفی فقهی پربنسټ (۵۲نیمی) تولې سپین زر (۷۰۰ګرامه ) سپین زرکیږی، نو په هر وخت او هره زمانه کښی یو مسلمان دا کولای شی چی ددی سپینو زرو قیمت معلوم کړی چی دا د اختری او زکات نصاب دی. (بحواله اسلام ویب پاڼه)

یادونه: زکات کال تېرېدل غواړي او قرباني کال نه غواړي که یو څوک د اختر په ورځ نصاب پوره کړي لا به اختری کوي.

مسئله: #۲:

حاجت اصلی لکه د هستوګنی سرای، خادمان د اغوستلو او پریوتلو کالی د کورسامان چی ضرورت ورته لری .

(هندیه ج۵ ص ۲۹۲)

یادونه: اوسني علماء تلیفون هم په ضرورت اصلي کي داخل کړیدئ.

مسئله: #۳:

پر ښځه هم اختری واجب دی چې تر حاجت زیات مال او روپۍ و لری چې اندازه ئې (۷ نیمی) تولی سره زر او یا هم (۵۲ نیمی) تولی سپین زروته ورسیږی، باید د سپینو زرو د قیمت د مقدار معلومات وشی چې څونه روپي ئې کیږی دا ځکه چې یو وخت په یوه قیمت وی او بل وخت په بل قیمت وی. 

(درمختارعلی هامش ردالمحتارج ۵ ص ۲۱۹)

يادونه : په اوسني وخت کي نصاب په افغانيو، کادارو ، ډالر او ايرو خپرو ، ان شاء الله

مسئله: #۴: 

د سرو یا سپینو زرو غاړګۍ، غوږوالی ، بنګړی او یا هم نور زیورات که څه هم استعمالیږی چې مقدار ئې و شرعی اندازی ته ورسیږی نو اختری، سرسایه او زکات واجب دی (بهشتی زیور ص ۲۹)

مسئله: #۵:

که یو سړی یا یوه ښځه د درو جوړو کالیو څخه زیات د اغوستلو کالی ولری او قیمت ئې و نصاب ته ورسیږی نو بیا پر دواړو اختری او سرسایه واجب ده.

(شامی ج ۵ص ۲۱۹، هندیه ج۵ص ۲۹۳)

مسئله: #۶:

د کوچنی هلک او کوچنی انجلی چې نابالغه وی په مال کی اختری نشته، که څه هم ډیری روپۍ ولری. 

(کفایت المفتی ج۸ ص ۱۷۶، شامی ج ۵ ص ۲۲۳)

مسئله: #۷:

که یو سړی د تجارت لپاره مځکه ، دکان، سرای او نورسامان ولری چې قیمت یی و نصاب ته رسیږی اختری پرواجب دی. 

(احسن الفتاوی ج۷ مخ ۷۰۶) 

د اختري (قرباني) مسائل/ ليکنه: عبدالغفار جبير.


د اختري مسائل (2)

عبدالغفار جُبیر

مسئله: #۸:

پوښتنه:

که یو سړی دوکانونه درلودل او په کرایه ئې ورکړی وه او یائې مځکه او باغ درلودی ددۍ قیمت معتبر دی او که حاصل معتبر دی؟

ځواب:

د شیخینو په نزد قیمت ئې معتبر دی چی قیمت ئې و نصاب ته ورسیږی اختری پر واجب دی او که ئې قیمت و نصاب ته نه رسیدی نو بیا اختری نه دی واجب او امام محمد صاحب وایی چې حاصل ېې معتبر دی، نو که دده جایداد دده او دده د عیال د یوه کال نفقه ورکوله بیا اختری پر واجب دی او که ئې د یوه کال نفقه نه ورکول اختری نه دی واجب چی فتوا د امام محمد صاحب پر قول باندی ده.

(ردالمحتار ج۲ص۷۱، هندیه ج۶ ص ۲۸۷)

مسئله: #۹:

که چیری د یوه سړی، ښځه،بالغان زامن او لوڼې ئې دومری مال ولری چې اختری پر کیږی نو دوی به اختری کوی، د ښځي اختری پر خاوندا و د زوی اختری پر پلار نه دی واجب، که چیری دوی خپله شتمن وی،همدا شان پر زامنو د مور او پلاراختری واجب نه دی خو که چیری یو زوی د مور او پلار لپاره اختری کوی بیا څه خبره نشته، چی ددی اختری ثواب و زوی ته هم رسیږی، او که چیری اولاد ئې نابالغه وی نو بیا یی اختری نه پر پلار شته نه پردوی خپله.

(کفایت المفتی ج۸ مخ ۱۷۳)،

(درمختارعلی صدرردالمحتار ج ۵ مخ ۲۲۲)

مسئله: #۱۰:

په حرام مال کی نه زکات شته، نه اختری شته او نه هم سرسایه شته، لکه د سود په مال کی ، د غلا، د غصب، او که فرضا یو مسلمان داسی حرام مال ولری نو پکار داده چې ټول خیرات کړي او و مسکینانو ته ئې ورکړی. 

(احسن الفتاوی ج۷ ص ۵۰۶، شامی ج۲ ص ۲۸)

مسئله: #۱۱:

که پر یو سړي پور(قرض) باندی وی مثلا ۵ لکه، او له ده سره ۴ یا۵ لکه روپی وی نو پر دغه سړی باندی اختری نشته خپل پور دی اداء کړی. (درمختارعلی هامش ج۲ ص ۵)

مسئله: #۱۲:

پر مسافر باندی اختری نه دی واجب که څه هم روپی ولری. (درمختارعلی هامش شامی ج ۵ ص ۲۲۲)

مسئله: #۱۳:

که یو سړی کافر ؤ، مسافر ؤ او یا فقیرؤ او د اختر په دریمه ورځ یا مسلمان شو، یا غنی شو، او یا هم مقیم شو پر هر یوه اختری واجب دی .

( ردالمحتار ج۵ ص ۲۲۲) 

د اختري (قرباني) مسائل/ ليکنه: عبدالغفار جبير.


د اختري مسائل (3)

عبدالغفار جُبیر 

مسئله: #۱۴:

که هلک یا انجلی د لوی اختر په ورځو کی بالغان شول او دوی غنیان وه پر هر یوه اختری واجب دی .

(هندیه ج۵ ص ۲۹۳)

مسئله: #۱۵:

یوه غنی سړي اختری رانیوی او اختری یی لاندی کړی،او وروسته مسکین شو، نو پر دغه سړی اختری نشته. 

(عالمګیری ج۵ ص ۲۹۲)

مسئله: #۱۶:

که شتمن او غنی سړی اختری رانیوی او مړ شو یا ورک شو بل اختری به حلالوی.

(تحفة الغزنویه بحواله خلاصة الفتاوا)

مسئله: #۱۷:

که مسکین سړی اختری رانیوی وروسته مړ شو، ورک شو او یا هم ورڅخه غلا شو بل اختری پرنشته.

(بزازیه علی هامش هندیه ج۶ ص ۲۹۲)

مسئله: #۱۸:

پر یوه سړی اختری واجب ؤ د اختری ورځی تیری شوی اختری ئې ونکړ،اوس به دغه سړی د هغه اختری قیمت خیراتوی. 

(احسن الفتاوی ج۷ ص ۵۳۴)

مسئله: #۱۹:

پوښتنه:

که یو سړی د اختری يه نیت بزه، غوا، اوښ یا میږ رانیول او وروسته لنګه شوه په دی به څه کوی؟

ځواب:

ددی حیوان بچی دی ددی حیوان سره یو ځای حلال کړی، او ددغه بچی د غوښو خوراک به نکوی که ئې و خوړلی بیا دی قیمت خیرات کړی، او مستحبه خبره داده چې ددې حیوان بچی دی ژوندی و یو مسکین ته ورکړی.

(ردالمحتارج۵ ص ۲۲۷)

مسئله: #۲۰:

که غنی سړی یا مسکین سړی اختری واخیستی او بیا ئې پر ځان نذر کړی وروسته ئې اختری ورک شو، بیا ئې بل واخیستی او پر ځان ئې نذر کړ اوس اول ورک حیوان پیدا شو، دواړه به حلالوی او خوارک ددواړو حرام دی، ځکه چی د نذر خوراک نه دی روا دابه ټوله و مسکینانو ته خیراتوی. 

(بحرالرائق ج۸ص ۱۵۵، تحفة الغزنویه ص ۱۹۷)

مسئله: #۲۱:

پوښتنه:

که مسکین سړی اختری واخیستی ایا دغه اختری پر دغه مسکین باندی په صرف رانیولو سره او نیت کولو سره نذر کیږی که یا؟

ځواب:

اکثره د فتاواو کتابونه پر دی باندی دی چی نذر کیږی، خصوصا احسن الفتاوی، محمودیه، د رفعت قاسمی صاحب مسئلی او نور... خو د جمهورو علماؤمذهب دادی چې نه نذر کیږی تر څو چی په خوله ئې نه وی نذر کړی، مثلا دارنګه ووایی چی دغه اختری پر ما باندی نذر دی، بیا نو نذر کیږی، د نذر خوراک و د غه مسکین ته روا نه دی او ټوله به خیراتوی. 


تحفة الغزنویه، ص ۱۹۵، بحواله خلاصة الفتاوی ص ۱۹۵، فتح القدیرج۳ ص ۸۳، بحرالرائق ج۸ ص۸۳)

مسئله: #۲۲:

که غنی سړی اختری رانیوی او بیائې خرڅ کړبل اختری ئې رانیوی دا روا ده خو مکروه ده. 

(ردالمحتارج۵ ص ۲۱۲)

مسئله: #۲۳:

پوښتنه:

که د یوی ښځي پر خپل میړه باندی ولور باندی ؤ نو پر دغه ښځه اختری کیږی که یا؟

ځواب: 

مهر(ولور) پردرې قسمه دی:

۱:که چیری د ښځی خاوند غنی ؤ او وعده ئې د ژر ورکولو کړی وه بیا پر دغه ښځی باندی اختری واجب دی.

۲:که ئې خاوند مسکین ؤ او وعده ئې د ژر ورکولو نه وه بیا اختری واجب نه دی.

۳: خاوند ئې غنی ؤ او وعده ئې ځنډنی وه نو په دغه صورت کي هم اختری نه دی واجب.

(احسن الفتاوی ج۷ص۵۱۳،)

هغه حيوانات چې د اختری لپاره نه صحيح کيږی

مسئله: #۲۴:

د کوم حیوان چی ژبه پری شوی وی دهغه اختری نه صحیح کیږی....

د اختري (قرباني) مسائل/ ليکنه: عبدالغفار جبير.


د اختري مسائل (4 برخه)

عبدالغفار جُبیر

مسئله: #۲۵:

که چیری د بزی یا میږی د یوه تی څخه شیدی نه راتلی او په تی ګوډه وه دا اختری نه صحیح کیږی. 

(دقربانی مسائل ۱۴۶ ، بحواله شامی)

مسئله: #۲۶:

که چیری ګامیښه، اوښه او یا غوا په دوو تیو ګوډه وه دا په اختری کی نه صحیح کیږی.

(دقربانی مسائل ۱۴۶ بحواله عالم ګیری)

مسئله: #۲۷:

که چیری اوښه، غوا او ګامیښه په یوه تی ګوډه وه نو دا اختری صحیح کیږی

(دقربانی مسائل ۱۶۱ بحواله کفایت المفتی)

مسئله: #۲۸:

نر ښځی حیوان په اختری کی نه صحیح کیږی. 

(احسن الفتاوی ج۷ ص ۵۰۱)

مسئله: #۲۹:

حمل داره غوا، بزه، میږه او ګامیښه د اختری لپاره صحیح ده خو که د لنګیدو وخت یی نژدی وی بیا مکروه ده، او که بچی ئې د نس څخه ژوندی راوکاږی او حلال یی کړی د بچی خوړل ئې هم رواده او که ئې بچی د نس څخه مړ راوکاږی حضرت امام ابوحنیفه رحمة الله علیه ئې خوړل صحیح نه بولی.

(عزیزالفتاوی ج۲ص۱۲۸، دقربانی مسئلی ۱۴۷)

مسئله: #۳۰:

د کوم حیوان چې په سترګه ړوند وی، یا یې سترګه وتلې وی، یا یی د یوی سترګی دریمه حیصه یا زیاته برخه تللی وی، یو غوږئې پریشوی وی یائې د یوه غوږ دریمه حیصه یا زیاته برخه پرې سوی وی، لکۍ ئې ټوله پری سوی وی یائې دریمه حیصه یا زیاته حیصه پرې سوی وی د داسی حیوان اختری کول نه صحیح کیږی.

(داختری مسئلی ۱۴۷ بحواله شامی)

مسئله: #۳۱:

که د یو حیوان پښه داسی ګوډه وی چی نشی پرتلای، پر درو پښو ځی، او څلورمه پښه پر مځکه نشی لګولای او که ئې کښیږدی ورباندی تللای نشی د داسی حیوان اختری هم نه صحیح کیږی او که ئې پښه پر مځکه باندی لګولای شوه ورباندی تللای شوه نو بیایی اختری صحیح کیږی.

(داختری مسئلی ۱۴۸ بحواله شامی)

مسئله: #۳۲:

د داسی کمزوری او ډنګر حیوان اختری نه صحیح کیږی چی د کمزوری له کبله د حلالیدو و ځای ته نشی تللای، و بل لور ته د چاغ حیوان اختری ډیر ثواب لری.

(داخترمسئلی ۱۴۸ بحواله شامی) ...

د اختري (قرباني) مسائل/ ليکنه: عبدالغفار جبير.


د اختري مسائل (5 برخه)

عبدالغفار جُبیر

مسئله: #۳۳:

د کوم حیوان چي غوږونه نه وی، یائې غوږونه وی خو د یوه غوږ دریمه برخه یا تر دریمی برخی زیاته برخه ئې پری شوی وی د داسی حیوان اختری نه صحیح کیږی او که یی د پیدایښت په وخت کی غوږونه وه خو خورا زیات کوچنی ؤبیا دداسی حیوان اختری صحیح کیږی. 

داخترمسئلی ۱۴۸ بحواله شامی)

مسئله: #۳۴:

د کوم حیوان چی مورزاده ښکرونه نه وی یعنی (کلی وی) یا راغلی وی خو مات سوی وی په اختری کی صحیح کیږی او برعکس که د بیخه ختلی وه او مات شوی وه بیا نه صحیح کیږی.

(داختری مسائل ۱۴۸ بحواله عالم ګیری)

په اختری کی کوم حيوانات صحیح کيږی؟؟؟

مسئله: #۳۵:

پوښتنه:

په اختری کی کوم حیوان صحیح کیږی؟؟؟

ځواب:

په اختری کی دغه حیوانات صحیح کیږی:

پسه، میږ، سیرلی، بزه، غوا، غوایی، ګامیښ، ګامیښه، اوښ او اوښه دغه ټول حیوانات به کورنی وی یعنی صحرایی او وحشی حیوانات لکه هوسۍ، دغره پسه، بزه، او داسی نور په اختری کی نه صحیح کیږی. 

(هندیه ج۵۲ ۲۹۷)

مسئله: #۳۶:

پوښتنه:

دغه حیوانات د څو څو کسانو لپاره صحیح کیږی؟

ځواب:

پسه، میږ، بزه او سیرلی به د یوسړی لپاره وی، د دو یا زیاتو لپاره نه صحیح کیږی که څه هم هر څومره غټ وی لکه کرغ یا شین واری پسه .

اوښ، اوښه، غوا اوغوایی به به داوو(۷) کسانو لپاره وی، داوو(۷) څخه د زیاتو لپاره نه صحیح کیږی که څه هم ډیر غټ وی. (هندیه ج۵ ص ۲۹۷)

مسئله: #۳۷:

پوښتنه:

د اختری د حیوان عمر به څومره وی؟

ځواب:

سېرلی ، بزه، پسه او میږ به د یوه کال وی، او که پسه یا میږ د شپږو میاشتو وی او دومری غټ وی لکه د یوه کال پسه یا میږ نو اختری ئې صحیح کیږی.

غوا، غوایی، ګامیښ او ګامیښه به ددوو(۲) کلونو وی، که د دوو کلونو څخه کم وی بیا په اختری کی نه صحیح کیږی.

اوښ یا اوښه به د پنځو کلونو وی که تر پنځو کلونو کم وی ددی اختری نه صحیح کیږی.

(ردالمحتارج۵ ص ۲۲۶) 

د اختري (قرباني) مسائل/ ليکنه: عبدالغفار جبير.


د اختري مسائل (6 برخه)

عبدالغفار جُبیر

مسئله: #۳۸

که په اختری کی د شریکانو د یوه نیت د غوښو لپاره وی یعنی لاندی کول یا د غوښو خرڅولو لپاره ؤ نو د ټولو شریکانو اختری نه صحیح کیږی، با ید داسی کسان سره شریکان سی چی د ټولو نیت د اختری کولو وی. 

(ردالمحتارج۵ص ۲۲۹)

مسئله: #۳۹:

ښه خبره داده چی غوښی دری برخی شی، یوه برخه ئې خپل اولاد ته پریږدی، یوه برخه ئې دوستانو ته ورکړی او یوه برخه ئې خیرات کړی.

د اختری غوښی که غنی او یا هم مسکین ته ورکړی صحیح کیږی،ځینی کسان وایی چی فلانی اختری کړیدی غوښی مه ورکوی دا غلته ده، که ئې اختری کړی وی که ئې نه وی کړی خیرات ورته صحیح کیږی او که یو سړی عیال داره وی او مسکین وی نو کولای شی چی ټوله پخپله و خوری بلکې ښه کار دی. (درمختارعلی هامش ردالمحتارج۵ ص ۲۳۰)

مسئله: #۴۰:

که په شریکانو کی یو شریک کافر ؤ، شیعه ؤ، بریلوی ؤ او یا ئې عقیده د کفر وه نو دا اختری نه صحیح کیږی، ټول به درست مسلمانان وی. 

(احسن الفتاوا ج۷ص ۵۰۹ بحواله شامی)

مسئله: #۴۱:

د لیونی حیوان اختری صحیح کیږی.

(احسن الفتاوی ج۷ ص ۵۱۲)

مسئله: #۴۲:

که یو سړی غوا واخستل او د رانیولو په وخت کی ئې دا نیت ؤ چې که چیری بل څوک پیدا شو راسره شریک به ئې کړم نو اوس که نور خلګ ورسره شریکان شی د ټولو اختری صحیح دی او که د را نیولو په وخت کی ئې د شریکانو نیت نه وکړی بلکې د پوره غوایی نیت ئې کړی ؤ چی زه به دغه غوایی یواځی اختری کوم اوس که یو څوک له ځانه سره شریک کړی روا دی مګر مکروه کار دی شراکت هم هغه وخت صحیح کیږی چی دغه غوا اخیستونکی شتمن سړی وی که مسکین ؤبیا څوک له ځانه سره نشی شریکولای ځکه چی ځنی علماء ‌کرام وایی چی پر مسکین باندی اختری په رانیولو نذ ر کیږی نو چی نذر شو نور څوک له ځانه سره نشی شریکولای.

(هندیه ج۵ص ۳۰۴)

مسئله: #۴۳:

غوښی به په وزن سره جلا کوی، د بیلګی په ډول سره کله چی په غوایی کی ۷ کسان شریکان شی نو دا غوښی دی په ترازو سره جلا کوی په اټکل سره دی نه ویشی ځکه که د یوه لږه اندازه او د بل کس ډیره اندازه شی بیا سود پکښی راځی او سود اخیستونکی او سود ورکونکی دواړه ګناه کاره دی. دا په هغه صورت کی که چیری دوی تقسیم سره کاوه او که یی تقسیم نه سره کاوه بیایی وېش نه دی ضروری، لکه د یوه کور خلک.

او که چیری د غوښو سره سر پښی لری کلمې او پوست هم شریک کړی نو هر طرفته چی سر یا پښی یا پوست یا لری او کلمې وی که د هغه څخه غوښی کمی شی پروا نلری او که په کوم طرف کی چی لری، کلمې، سر، پښی او پوست وی که د هغه طرف غوښی ډیری شی بیا هم سود دی او دا ناروا دی او شریکان ګناه کاران دی که یو بل ته بخشیش وکړی هم دواړه ګناهکاره دی پکار داده چی په ویش کی پوره احتیاط وشی.

(شامی ج۵ ص ۲۲۳)

مسئله: #۴۴:

پوښتنه:

د اختری شیدی او خوشایی کارول یعنی شیدی خوړل او خوشایی سوځول پخپل په کور کی روا دی که نه؟ 


ځواب:

د دغو درو ډوله اختریانو پر شیدو او خوشایو نفع اخیستل روا دی:

۱: چی د خپل کور ساتلی حیوان وی

۲: چی د اختری په نیت یی نه وی رانیولی

۳: د اختری په نیت یی خو اخیستی وی مګر ټول خوراک یی د خپله کوره وی یعنی په صحرا کی پخپله خوله خوراک نه کوی؛ او که چیری یی په صحرا کی خوراک کاوه بیا نو احتیاط دادی چی سړی خپله ددی اختری شیدی او خوشایی استعمال نکړی او خیرات یی کړی.

(احسن الفتاوی ج۷ص۴۷۸ بحواله قاضی خان) ...

د اختري (قرباني) مسائل/ ليکنه: عبدالغفار جبير.

د اختري مسائل (7 برخه)

عبدالغفار جُبیر

مسئله: #۴۵:

پوښتنه:

د اختری د وړیو او وجغنو څخه ګټه اخیستل روا ده که یا؟

ځواب:

که چیری یی د خپل د کور ساتلی وی او یایی د رانیولو په مهال د اختری نیت نه وکړی بیا ورڅخه استفتاده کول روا ده ، او که یی د اختری په نیت رانیولی ؤ بیا نو د حلالولو مخکی وړۍ او وجغونی پریکول جایز نه دی احتیاط په کار دی که یی پری کړی نو خیرات دی یی کړی او د حلالولو وروسته یی پخپل استعمال کی راوړلای شی خو که یی وړۍ یا یی وجغونی خرڅی کړی قیمت دی یی خیرات کړی او ددی قیمت خوراک و ده ته نه دی روا.

(عالمګیری ج۵ ص ۳۰۰، احسن الفتاوی ج۷ ص ۴۷۸)

مسئله: #۴۶:

پوښتنه:

د اختری پوست یا څرمن به سړی څه په کوی؟

ځواب:

و مسکینانو، فقیرانو او غنیانو ته یی ورکولای شی پخپله هم ورڅخه استفاده کولای شی که ژی، غړکه او یا هم غلبیل ورڅخه جوړوی کوم باک نشته او په مزدوری یی و قصاب یا بل چاته نشی ورکولای او یایی په تنخوا کی و چاته نشی ورکولای او که یی خرڅ کی نو قیمت به یی و مسکینانو ته ورکوی او وده ته یی خوړل روانه دی.

(احسن الفتاوی ج۷ ص ۴۸۷، بحواله شامی)

مسئله: #۴۷:

د اختری څرمن خپل و مور، پلار، زامنو او لوڼو ته ورکول جایز دی خو کی یی خرڅه کړی قیمت یی نه دی ورته جایز چی و مور، پلار، زامنو او یا یی و لوڼو ته ورکړی.

(فتاوای محمودیه ج۲۶ ص ۳۶۰ بحواله شامی)

مسئله: #۴۸:

د څرمنی په روپو باندی مسجد یا مدرسه جوړل ناروا دی بلکی د څرمنی قیمت صدقه کول واجب دی.

(فتاوی محمودیه ج۲۶ ص ۳۶۰) 


مسئله: #۴۹:

پوښتنه:

د اختری څرمن چی خپله استعمالول یی جایز دی او که یی خرڅه کړی بیا به یی پیسی خیراتوی ددی څه وجه ده چی زکات سړی خپله نشی استعمالولای او څرمن استعمالولای شی؟

ځواب:

په اختری کی عبادت به وینو تویولو سره اداء کیږی غوښی څرمن او وازګه هم پخپله استعمالولای سی او داسی خلکو ته یی هم ورکولای شی چی هغو ته زکات اخیستل نه وی روا لکه اصول فروع سید او غنی خو که چیری غوښی یا څرمن خرڅه کړی بیا یی قیمت خیراتول واجب دی دا ځکه چی قیمت خپله اخیستل متضمن مالیت لره دی او د اختری څخه حق د انتفاع حاصلیدلی شی او حق د تمویل نشی حاصلیدلای او زکات چی سړی خپله نشی اخیستلای د هغه وجه داده چی د زکات حقیقت تملیک د مال دی و غیر ته چی د هغه لپاره اخراج عن الملک ضروری دی او پخپل استعمال سره اخراج د ملک څخه راځی.

(فتاوای محمودیه ج۲۶ ص ۳۶۴ بحواله شامی 

د اختري (قرباني) مسائل/ ليکنه: عبدالغفار جبير.


د اختري مسائل (8 برخه)

عبدالغفار جُبیر

مسئله: #۵۰:

پوښتنه:

د اختری پوست الویل روا دی که ناروا؟ ځنی خلک وایی چی الویل یی نه دی روا او که هر چا د اختری پوست والوایه ضمان پر لازمیږی یعنی ضمان د پوست به خیراتوی که څنګه؟

ځواب:

د اختری څرمن الویل، پخول خوړل ټوله روا دی او ضمان هم پر چا نه لازمیږی، او که یی چیری خرڅ کړ بیا به یی قمیت خیراتوی.

(احسن الفتاوی ج۷ص ۵۲۲، فتاوای محمودیه ج۶۲ص ۳۸۳)

مسئله: #۵۱:

پوښتنه:

د اختری غوښی خرڅول روا دی که ناروا؟

ځواب:

ناروا دی او که چا د اختری غوښی خرڅی کړی هغه قیمت به خیراتوی. (احسن الفتاوی ج۷ ص ۴۸۶)

د اختری د حلالولو وخت

مسئله: #۵۲:

د لوی اختر د لسم تاریخ څخه بیا تر دوولسم تاریخ پوری د اختری د حلالولو وخت دی تر ټولو ښه ورځ اوله ورځ ده بیا دوهمه ورځ ده، او بیا دریمه ورځ ده.

(هندیه ج۵ص ۲۹۵)

مسئله: #۵۳:

هغه خلک چی په ښار کی اوسیږی او همدارنګه د ښار په ملحقاتو کی اوسیږی د هغو اختری د عیدګاه تر لمانځه مخکی نه صحیح کیږی او په صحرا کی یعنی چی د عیدګاه لمونځ نه وی هلته بیا د لوی اختر د سهار تر سپیدو مخکی نه صحیح کیږی او ت رسپیدو روسته صحیح کیږی.

(شامی ج۵ص ۲۲۴، درمختارعلی هامش شامی ج۵ص۲۲۴)

مسئله: #۵۴:

که د ښار سړی اختری صحرا ته ولیږی هلته په صحرا کی یی د عیدګاه تر لمانځه مخکی حلال کړ پروا نلری یعنی اختری یی صحیح شو. 

(شامی ج۵ ص ۲۲۴، درمختارعلی هامش شامی ۲۲۴)

مسئله: #۵۵:

د لوی اختر په دریمه ورځ تر لمر لویدو مخکی اختری کول صحیح کیږی او کله چی لمر ولویږی بیا نه صحیح کیږی خلاصه داچی د اختری د حلالو لپاره دری ورځی او دوی شپی دی د لوی اختر اوله ورځ، دوهمه ورځ او دریمه ورځ دوې شپی اوله شپه نه ده دوهمه شپه او دریمه شپه ده ددې ورځو او شپو څخه ما سوی په نورو ورځو او شپو کی اختری حلالول نه صحیح کیږی.

(شامی ج۵ ص ۲۲۲) 


مسئله: #۵۶:

اختری که د ورځی حلال شی او که د شپی صحیح کیږی خو د شپی ښه نه دی.

(شامی ج۵ ص ۲۲۲)

مسئله: #۵۷:

پوښتنه:

اختری به څوک حلالوی؟؟؟

ځواب:

مستحب کار دادی چی هر سړی به خپل اختری پخپله حلالوی په شرط ددی چی حلالول به یی زده وی او که یی حلالول نه وه زده نو بیا به و بل چاته امر کوی چی حلال یی کړی او دی دي و حلالولو ته ځان حاضرکړی.

(شامی ج۵ ص ۲۳۱)

د اسلامی طريقی حلالول او شرايط

مسئله: #۵۸:

د قرانکریم او سنتو څخه څرګندیږی چی په اسلامی ذبحه کی دری شرطونه دی:

۱: حلالونکی به مسلمان یا کتابی وی

۲: د حلالولو په وخت کی به د الله جل جلاله نوم وایی یعنی بسم الله الله اکبریانور...

کې هېر سو پروا نه کوي.

۳: په شرعی طریقی کی د کرغنکی، سرې غاړی او دوه ښارګونو پرېکول اړین دی.

(جواهرالفقه، دقربانی مسئلی ص ۱۶۷) 










.

0 Response to "د اختري (قرباني) مسائل/ ليکنه: عبدالغفار جبير."

Post a Comment

السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته ملګرو که تاسو‌ هم خپلې ليکنې پدې سايټ کې نشرول غواړئ نو ما ته یې پدی ايمل را اوليږئ مننه: salemfo.online@gmail.com

Ads on article

Advertise in articles 1

advertising articles 2

Advertise under the article