سالم فکر اوکړئ

شهید سېد قطب څوک ده؟ ليکنه: سميع الله درمل.

شهید سېد قطب څوک ده؟ ليکنه: سميع الله درمل.

کله د یو چا په مرګ اسمانونه په ژړا شي. ځمکه چیغي کړي. غرونه يې د مرګ په اوریدو ویلي شي. سیندوونه یی په یاد سلګی ووهي۔ جهان یی د فکرونو او لیکنو څخه ګټه اخلي خو!! امت مسلمه یې آن نوم نه پېژني۔ ددې امت تر ټولو ستره هستی شهید سېد قطب رحمه الله: 


شهید سېد قطب څوک ده؟

ليکنه: سميع الله درمل 

سېد قطب اصلي نوم سېد دی، او قطب یې د کورنۍ نوم دی. دده نیکونه له آره د عربي ټاپووزمې ول. ددې کورنۍ یو مشر له نوموړي ځای ځخه د مصر پر لور هجرت وکړ. د سېد قطب پیداېښت د اکتوبر په ۹مه کال ۱۹۰۶ز د مصر په اسیوط نومي ولسوالۍ په موشا کلي کې شوې دی. لومړنۍ زده کړې یې په همدې کلي کې پيل کړې، او لوړې زده کړې یې د قاهرې په پوهنتون کې ترسره کړې او بیا د ماسټرې د زده کړو لپاره امریکا ته ولاړ او هلته له دوو کالو تېرېدو وروسته بېرته خپل هېواد(مصر) ته راستون شو. نوموړى د إخوان المسلمين ګونډ غړيتوب لري.

سېد قطب په مصري ټولنه کې د یوه ادیب په توگه راوټوکېد، د سیاسي او ټولنیز نقاد په توگه یې نوم وگاټه. دده مهم لیکلې اثر د قرآن پاک تفسیر دی، چې په عربي ژبه کې د (في ظلال القرآن) په نامه یادېږي. دا تفسیر د نړۍ زیاتره ژبو ته ژباړل شوې دی. د اسلام دا نامتو داعي، مفکر، او مفسر د مصري حکومت لخوا د بلوا او بغاوت په تور د زندان تورو تمبو شاته اچول کېږي، او د اگست په ۲۵مه کال ۱۹۶۶ز په دار ځړول کېږي.


دار ته وخوت خو غلام د هېچا نشو 

زمانې ته يې تاريخ د اسلام پرېښود



 

0 Response to "شهید سېد قطب څوک ده؟ ليکنه: سميع الله درمل."

Post a Comment

السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته ملګرو که تاسو‌ هم خپلې ليکنې پدې سايټ کې نشرول غواړئ نو ما ته یې پدی ايمل را اوليږئ مننه: salemfo.online@gmail.com

Ads on article

Advertise in articles 1

advertising articles 2

Advertise under the article